کورني خبرونه

نبیل وايي، طالبان د نجونو له زده کړو او کاره محرومولو حقیقت نه شي پټولی

دغه پخوانی امنیتي لوړپوړی چارواکی زیاتوي چې طالبان د نجونو له زده کړو او کاره راګرځولو حقیقت کې ناکام دي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، چې افغانستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ قرار لري او د طالبانو واکمن رژیم د یوې ایډیالوژیکي او انعطاف ناپذیره ادارې په توګه، د هویت، مشارکت او مذهبي/جنسي تبعیض له امله د داخلي او بهرني مشروعیت له بحران سره مخ دی.

نور ولولئ: رحمت الله نبیل: طالبان د نړیوالو د غوښتنو له پوره کولو عاجز دي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس پر اېکس ټولنیزې شبکې د افغانستان انټرنشنل – پښتو د یوې ویډیو په شریکولو سره لیکلي، چې د سالنګ د تونل پروژې په څېر د خوشبینه انځور د وړاندی کولو لپاره د طالبانو هڅې، د میلیونونو افغان نجونو او مېرمنو تریخ حقیقت له منځه نه شي وړلی، چې له زده کړې او کار څخه بې برخې دي.

افغان ښځې زړورې دي

هغه زیات کړې: «د افغانستان زړورې ښځې چوپه خوله پاتې کېدل نه غواړي.د یو ډېموکراټیک حکومت لپاره د دوی نه ماتېدونکې ارادې/غوښتنې، چې د دوی په پاڅونونو کې منعکس کیږي، د روښانه راتلونکي لپاره د مشعل په توګه کار کوي.»

نور ولولئ: طالب ویاند پر طالب چارواکو د امریکا بندیزونه وغندل

نبیل په خپل لیک کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې دې فشار راولي او د تبعیض ختمولو، د مذهب، جنسیت او توکم پرته د ټولو افغانانو لپاره د مساوي حقونو تضمین، دټولو افغان نجونو او ښځو لپاره زده کړو او کار ته د لاسرسي ډاډ او د بشري حقونو د سرغړونو او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره د رژیم حساب ورکول باید وي.

د پرله پسې فشارونو له لارې خپلو هیلو ته رسېدلی شو

نوموړي ویلي: «یوازې د دوامدار فشار او ثابت ملاتړ له لارې موږ کولی شو د افغانستان له خلکو سره د یوې عادلانه، برابرې او ډېموکراتیکې ټولنې د هیلو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړو. د عمل وخت راغلی. راځئ چې یوازې لیدونکي نه اوسو؛ راځئ چې د مثبت بدلون استازي واوسو.»

څو ورځي مخکې؛ د افغانستان انټرنشنل – پښتو په سپړنه خپرونه کې لیکوالې او شاعرې شفیقه خپلواک ویلي وو: « یوې ښوونکې راته لیکلي له شپږم ټولګي فارغې نجلۍ داسې ژړل لکه مور یې چې مړه وي. بلې غوښتل ځان ناکام کړي چې راتلونکی کال بیا ښوونځي ته راشي».

دا په داسې حال کې ده چې څه مخکې د طالبانو لوړپوړي کس عباس ستانکزي هم ویلي وو چې له زده کړو د نجونو محرومول له ملت سره لوی ظلم او جفا ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button