افغانستانسیمه

نبیل: ډیورنډ پر خپل ځای، پاکستان د هندوکش له اقتدار سره ستونزه لري

رحمت الله نبیل، تاجکستان ته د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف له سفر پرده پورته کړي ده

د افغانستان دغه د ملي امنیت پخوانی رئیس وايي، د پاکستان ستونزه د افغانستان له نظامونو، اشخاصو، فرهنګونو او نورو سره نه، بلکې له دغه جغرافیې سره ده.

ښاغلي نبیل دغه څرګندونې تر هغه وروسته کړي، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د روانې میاشتې په دولسمه نېټه په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ولاړ.

پاکستان هڅه کوي چې د ترهګرۍ د ځپلو په نوم یوه بله سناریو د تاجکستان په مرسته تطبیق کړي.

پاکستان او د هندوکش اقتدار

نوموړي د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمن سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي، چې دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قربانیان دي.

جیو نیوز د شهباز شریف له قوله ویلي، چې پاکستان د ۲۰۱۷ کال راهیسې هڅه کوي، چې د ترهګرۍ جرړې وباسي او په دې برخه کې یې ستره بیه هم پرې کړې؛ خو د نوموړي په وینا لا هم ترهګري په سیمه کې مخ په ډېرېدو ده.

نور ولولئ: طالبانو په غزني کې د ډرن الوتکې برید رد کړ

نور ولولئ: رحمت الله نبیل: طالبان د نړیوالو د غوښتنو له پوره کولو عاجز دي

نور ولولئ: نبیل وايي چې محب باید هماغه وخت د دوحې تړون پټې ضمیمې ولس ته روښانه کړي وای

اوس رحمت الله نبیل په خپله نوې لیکنه کې ویلي، چې له افغانستان سره د پاکستان مساله یوازې د ډېورنډ فرضي کرښه نه ده، بلکې پاکستان د هندوکش له اقتدار او د امو له صلابت سره هم ستونزه لري.

نوموړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې جغرافیایي مساله یادوي همداراز وایي: «مونږ باید غافلګیر نه شو او نه باید د پاکستان د حنجرې وسیله وګرځو.»

afghan (81)
تاجکستان ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شريف سفر او له امام علي رحمان سره لیدنه

د افغانانو د یووالي اړتیا

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وایي، چې پټې ناستې، ژمنې او د چترال په شان ځایونو کې د دفترونو پرانیستل تکراري تګلارې دي.

رحمت الله نبیل ټینګار کوي: «اوس د افغانانو د اتحاد، د یو بل منل او د یو بل ترڅنګ د درېدو وخت دی، نه د بې اتفاقۍ.»

پاکستان چې له لسیزو راهیسې په سیمه کې د ترهګرو د اصلي ځالې په نوم یادېږي وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترهګري زیاته شوې او د دوی مخالفې وسله‌والې ډلې په افغانستان کې مرکزونه او پټنځایونه لري.

تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له طالبانو غوښتي، د هغو ډلو پرضد اقدام وکړي، چې په پاکستان کې وسله وال بریدونه کوي او ددغه هېواد پوځ او نورو ته تلفات اړوي.

خو طالبان بیا وايي چې په پاکستان کې د افغان له خاورې بریدونه نه کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button