سات تيرينړیوال خبرونه

نجيبه فېض:دافغانستان سولې لپاره مې روژې نيولي

مشهوره پښتنه هنرمنده نجيبه فېض ویلي اوسمهال دوبۍ کې یم اوپه دې سره ګرمۍ کې مې د افغانستان سولې لپاره روژې نيولې دي، نوموړې وايي چې خپل وطن افغانستان سره ډېره زیاته مینه لري اوپه همدې خاطر ېې افغانستان کې سولې په خاطر روژې نيولي دي،

په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې خلک هر څه فکر کوي، هغه د هغوى کار دى، خو هغې په دې سره دوبي کې د افغانستان د سولې لپاره روژې نيولي دي او هيله منه ده چې دا ارمان به يې هم په ژوند يوه ورځ پوره شي چې په سوله ييز افغانستان کې ساه واخلي.

نجيبه فېض ليکي:

نجيبه فېض:دافغانستان سولې لپاره مې روژې نيولي
نجيبه فېض:دافغانستان سولې لپاره مې روژې نيولي

((تاسو چې هر څه فکر کوئ هغه ستاسو کار دى؛ خو ما په دې سره دوبي کې روژې يوازې او يوازې د افغانستان د سولې لپاره نيولې دي، اميد لرم چې دا ارمان به مې په ژوند پوره شي او يوه ورځ به په سوله ييز افغانستان کې ساه واخلم.)) خو نجيبه فېض دا نه دي ليکلي چې په کوم ښار کې ده چې سور دوبى دى پکې.

نجيبه فېض څه وخت مخکې کندوز ته تللې وه، هغې کندوز ته د تګ پر مهال په خپل ټويټر کې ليکلي و، چې ټول ارمانونه يې پوره شوي دي، خو يوازې په افغانستان کې د سولې ارمان يې پاتې دى، نوموړې د سولې سخته ارمانجنه ده او وايي چې څوکره خوند به کوي چې هیواد کې مو سوله وي او مونږپه ټول هیواد کې په ازاده فضا کې وګرزو،

نجیبه فییض د افغانستان د کندوز ولایت ده او په کوزه پښتونخوا کې ېې هم په ډرامو کې کار کړۍ نوموړې تعلیم یافته او په کار پوه هنرمنده ده هغه ادې وړاندې پېښور کې وه او هلته ېې خپل تعلیم هم سر ته رسولۍ

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button