نړیوال خبرونه

نجیبه فیض د درې رنګه بیرغ په اړه

هغې د ملي بیرغ سره خپله مینه هم څرګنده کړه

د افغانستان د سقوط د لومړي کال په پوره کېدو سره مشهورې اداکارې او د ټي وي میزبانې نجیبه فیض هم د ملي بیر غ سره یو عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی،نوموړی د ملي بیرغ سره د مینې اظهار هم کړی دی

افغانانو دغه ورځ/ د اګست ۱۵/ توره ورځ وبلله

افغان حکومت، چې تېر کال په همدې ورځ یې سقوط وکړ، په لوی شمېر کې افغانانو نننۍ ورځ/۱۵ اګست/ د تورې ورځې په نوم یاده کړه. په همدې لړ کې اداکارې نجیبه فیض د تېر کال هغه عکس بیا شریک کړی دی، چې د اګست په ۱۶مه نېټه ۲۰۲۱ کال يې خپور کړی و او د ملي بیرغ سره پکې ولاړه ده

نور یی ولوله | د جمهوریت د پرځېدو یو کال پوره شو

نور یی ولوله | ملګري ملتونه : ۲۵ ملونه افغانان د بې وزلی ژوند تېروي

نجیبه فیص د دغه عکس سره تېر کال یوه ټپه لیکلې وه، چې “کابل ډوبېږي زړه مې ډوب شو + چې بیا جوړېږي زه به تورې خاورې یمه” وه. اوس نوموړې بیا له دغه عکس سره لیکلي: ‏رنګینه بیرغه! ‏احساسوم یې، ستړی یې! ستړی! زما تر زړه او ارواح ‌‌‌‌‌‌ډېر ستړی، خو لږ نور، لږ نور ودرېږه! لږ نور ورپېږه.

د یادولو وړ ده، چې نجیبه فیض د کندوز ولایت اوسېدونکې ده، خو نوموړې اوس د پاکستان په اسلام اباد کې ژوند کوي او هلته له هم بشتوڅانګې ټلویزیون سره کار هم کوي.نوموړې کله نا کله په ټولینیزو رسنیو کې هم راښکاره کیږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button