هنر او ادب

نرګس د سنیل دیت مینه هغه وخت ولیده چې کله داد اور په لمبو کې راایساره شوه

د بالیووډ فلمونو اداکاره نرګس په یوه محفل کې د اور لګېدو په وخت کې د سنیل له لوري وژغورل شوه

د بالیووډ ددې اداکارانو نرګس او سنیل دیت د مینې له دغه داستان به نه یاست خبر چې څنګه پیل شو او نرګس پر سنیل څنګه زړه وبایله.

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د بالیووډ ځینې رومانټیک فلمونه

خبره داسې وه چې نرګس مخکې له سنیل له راج کپور سره د مینې تار غځولی و، خو په هغه مراسمو کې چې نرګس او سنیل دواړو ګډون کړی وو، ناڅاپي اور ولګېده. په دې اور کې ګڼ کسان وسوزېدل. کله چې سنیل ولیدل چې نرګس د اور په لمبو کې ایساره ده او نارې وهي، نو د اور لمبو ته یې ورټوپ کړل، هغه یې وژغورله، خو خپله په اور کې زخمي او د بدن ځینې برخه یې وسوزېدې.

د مینې پیل او د نرګس زړه بایلل

سنیل له ټپي کېدو وروسته روغتون ته انتقال شو. په روغتون کې بیستر و چې نرګس یې پوښتنې ته ورغله او د سنیل په لیدو یې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. سنیل چې دا حالت ولید نو نرګس ته یې په مینه ناکه لهجه وویل، نرګس ته زما جان یې او ډېره راته ګرانه یې، له همدې سره نرګس د هغه د بیستر په کټ ورټیټه شوه، د سنیل سر یې په سینه پورې ونیوه او بیا یې پر تندي ښکل کړ چې په دې وخت کې سنیل د زړه راز په دې جمله کې ورته ووایه: نرګس جان له پخوا په تا مین وم خو له شرمه مې خپله مینه له تا پټوله. کله چې نرګس د سنیل له خولې دا جملې واورېده نو یو ځل یې بیا خپلې شنډې د هغې پر تندې کېښودې او ښکل یې کړ. هغې زیاته کړه، له دې وروسته ته هم زما جان یې.

نور ولولئ: ټایګر۳ د کترینه کیف او سلیمان خان نوی فلم

nargis۱
نرګس د ټپي سنیل سر ته ناسته ده

د سنیل لخوا نرګس ته د واده وړاندیز

د نرګس او سنیل په دې لېونۍ مینه د بالیووډ مکمل صنعت خبر شو. سنیل په ټپي حالت کې نرګس ته د واده وړاندیز وکړ او نرګس په داسې حال کې چې خپله خور یې ولاړه وه، د سنیل د واده وړاندیز یې قبول کړ.

دوی دواړو په ۱۹۵۸ کال کې واده وکړ. دواړه په خپل ژوند کې له خپلو بچیانو سره ډېر خوښ دي او دوی له یوه او بل سره له مینې ډک ژوند کوي چې ددوی دا مینه تر ډېره یو داستان پاتې شوی او په هند کې د ځوان نسل په خولو کې لر او بر کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button