نړیوال خبرونه

نسیم دانش: مسلمیار به کرکټ کې مداخله کوله

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی عمومي رییس نسیم الله دانش د مخکیني حکومت د سنا رییس فضل هادي مسلمیار په اړه وايي، چې هغه به په کرکټ او د کرکټ په چارو کې ډېرې مداخلې کولې

نسیم الله دانش چې د امریکا غږ راډیو سره يې مرکه کوله، وویل چې د پارلمان وکیلانو، ریی، د سنا رییس او وزیرانو به په کرکټ کې ډېرې مداخلې کولې او غوښتل به يې چې هر څه د دوی په خوښه ترسره شي. په دغه کسانو کې هغه د مسلمیار نوم په ډاګه واخیست.

د مسلمیار په اړه ویل کېږي، چې هغه نه یوازې دا چې په لوبډله کې د لوبغاړو د اخیستو لپاره به يې کرکټ بورډ ته زنګونه وهل، بلکې په کرکټ بورډ کې يې خپل ډېر کسان هم مقرر کړي و.نسیم الله دانش یو خوا په کرکټ کې د مافیا ماتولو خبره وکړه او بلخوا يې دا هم وویل، چې د کرکټ مافیا ډېره قوي وه او هغوی به غوښتل چې هر څه د هغوی په خوښه ترسره شي.

نور یی ولوله | بنټ: افغانستان کې د ښځو او نجونو منزوي کېدل په شدت سره روان دي

نوموړي دا هم وویل چې د هغه په وخت کې کرکټ ډېر پرمختګ وکړ، دوی به استعداد ته په کتلو لوبډله انتخابوله او د لوبډلې په انتخاب کې د چا خوښې ناخوښې ته نه کتل.نسیم الله دانش دا هم وویل چې ای سي سي د افغانستان په کرکټ بندېز لګولی شي، 

.خو د ځینو افغان لوبغاړو د ډېر شهرت او لیګونو کې لوبېدو له وجې يې د کرکټ اجازه ورکړې ده.نسیم الله دانش په خپله دغه مرکه کې تر ډېره د خپل وخت خبرې وکړې او هغه وخت يې تر ټولو ښه وخت یاد کړ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button