نصیر احمد فایق: افغانستان کې ښځې په سیستماتیک ډول له طبیعي انساني حقونو بې برخې شوي

د افغانستان په ملګرو ملتونو کې دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ښځې په سیستماتیک ډول د عامه ژوند له صحنې څخه لرې کړای شوې دي.
ښاغلي فایق دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له خوا په یوه غونډه کې چې د «له افغانستانه تر نیویارک: افغان ښځې د اقدام غوښتنه کوي» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، وکړې.
هغه زیاته کړه: “زه له ټولو غوښتنه کوم چې فکر وکړو څنګه کولی شو له اندېښنې څرګندولو څخه د ملموسو او همغږو اقداماتو پر لور حرکت وکړو؟ څنګه کولی شو ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان د ښځو غږ د هغو سیاستونو او اقداماتو له لارې چې د دوی د ملاتړ لپاره ډیزاین شوي، بڼه غوره کړي؟ دا پوښتنې باید د افغان ښځو لخوا ځواب شي.”
دغه غونډه چې د ښځو د وضعیت د کمیسیون (CSW69) د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د استازو او یو شمېر افغان ښځینه فعالانو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پر جدي اقدام ټینګار وشو.
د ملګرو ملتونو کې د البانیا استازې سویلا جانینا هم ټینګار وکړ چې د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي.