نړیوال خبرونه

نصیر احمد فایق د دوحې ۳مه ناسته کې د افغان مېرمنو د ګډون غوښتنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، د دوحې په ناسته کې دې افغان مېرمنو ته د بلنه ورکړل شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولی سرپرست د امنیت شورا په غوڼډه کې وایي، چې د دغه هیواد په اړه په ټولو ناستو کې او په ځانګړې توګه د دوحې په ناسته کې باید ښځو ته بلنه ورکړل شي.

نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې وويل، چې د افغانستان په اړه ټولو ناستو کې باید افغان مېرمنې ګډون ولري.

هغه د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه وغوښتل، چې په ټولو غونډو کې او په ځانګړې توګه د دوحې په ناسته کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو ګډون په پام کې ونیسي.

طالبان د افغان ملت استازیتوب نه شي کولی

د دوحې ناسته به د روانې عیسوي میاشتې په ۳۰ مه پیل او د جولای په لومړۍ نېته پای ته ورسیږي.

ښاغلی فایق وايي، چې طالبان یوه ډله ده او د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب نه شي کولی. د هغه په وینا، د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو غوښتنه داده چې باید د «جنسیتي تبعیضي نظام» د یو عادي نظام په توګه و نه منل شي.

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

نور ولولئ:  طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

ښاغلي فایق په دې اړه خواشني څرګنده کړه چې د دوحې درېیمه ناستې ته میرمنې نه دي بلل شوي او ویې ویل، چې دا پرېکړه د افغانستان د خلکو د غوښتنو څخه د لرې کیدلو، د امنیت شورا د پرېکړه لیک د ناکامۍ او د وضعیت د عادي کیدلو په مانا ده.

afghan (53)
افغان مېرمنې

هغه زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د جون میاشتې راپور کې د دوحې ناسته کې د افغان ښځو او نجونو د ګډون غوښتنه کړې وه.»

کوم مسایل باید بحث شي؟

فایق وویل، چې د افغانستان د خلکو د راتلونکي په اړه هر ډول خبرې اترې به تر هغه وخته مثبتې پایلې ونه لري، چې کلیدي مسایل لکه د حکومت مشروعیت، د ټولو اتباعو اساسي او اسلامي حقونه، امنیتي ګواښونه او مخدره توکي، چې د اوسني کړکیچ لامل شوي دي، په پام کې ونه نیول شي.

هغه د دوحې ناسته د نړۍوالې ټولنې لپاره یو ښه فرصت وباله، تر څو د افغانستان په اړه د مشخصو موخو په هلکه د لارې نقشه پر جوړولو سره توافق وکړي، چې په دې توګه دغه هیواد د مستقل او با امنه راتلونکې پر لور یوسي.

فایق د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ناسته کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یو ځل بیا د ټولګډونه حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button