نړیوال خبرونه

نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له وینا ډاډه وکړه

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي چې د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۷ مه اسامبله کې به افغانستان او میانمار وینا ونه کړي. خو ښاغلی فایق په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امنیت شورا په غونډه کې چې د سپټمبر په ۲۷ مه جوړېږي وینا به وکړي.

نصیر احمد فایق: 

هغه ویلي:«افغانستان او میانمار د ملګرو ملتونو د تېر کال په عمومي اسامبله کې د یوه توافق له مخې خبرې ونه کړې؛ سږکال هم د تېر کال په څېر افغانستان او میانمار په عمومي اسامبله کې خبرې نه کوي؛ خو ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د امنیت شورا په غونډه کې چې، د سپټمبر پر ۲۷ جوړېږي ګډون او وینا وکړم.

د ملګرو ملتونو غونډه 

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پنځمې ورځ غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په خپل لومړیتوب کې لري. د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل:«افغانستان د ټولنیز نظم په برخه کې په یوه ډېر سخت مسیر کې دی. یوه مناسبه لار، یو ټول ګډونه سیاسي چوکاټ او منځګړې پالیسي باید جوړه شي او د اقتصادي پراختیا بیا پیل، د خلکو د ژوند ښه والی، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په سیمه کې مدغمېدل یې باید لومړیتوبونه وي

نور یی ولوله | شیرین درانۍ: زه هم د چا لور یم د چا خور یم

نور یی ولوله | افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر شوي

په سریلانکا کې د افغانستان سفیر اشرف حیدري د دغې چارې په تړاو ویلي چې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د هېوادوالو رنځونو ته په نه سترګه کتلي دي. د نړۍوالو اړیکو کارپوه نعمت الله بیژن وايي:«دا چې ښاغلی فایق پرېکړه کړې چې د ملګرو متلونو په اسامبله کې د افغانستان په هکله خبرې ونه کړی، په اصل کې یوه ستره جفا ده.

د اا ویاند : 

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اړه داسې وايي:«اسلامي امارت د افغانستان د خلکو د واقعي استازي په توګه باید په ملګرو ملتونو سازمان کې خپل ځایګی ولري او له دې لارې د نړۍ له هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره په اړیکه کې وي. تر دې مخکې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر شلمه ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره سهیل شاهین په یاد سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي کړی و؛ خو دغه غوښتنه وځنډول شوه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button