کورني خبرونه

نصیر احمد فایق ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولی مشری پر غاړه واخیسته

نصیر احمد فایق ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د چارو مسؤلیت او مشري پر غاړه واخیسته

نوموړی به د ښاغلي اسحاقزي پر ځای ددغه مسولیت چارې پر مخ وړي.

په یوه اعلامیه کې راغلي  چې ښاغلی فایق به د شارژدافیر په صفت دا دنده ترسره کوي‌نوموړی له دې وړاندې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي‌ استازولۍ مستشار وزیر پاتې شوی یاده دې وي چې تر دې دمه غلام اسحاقزی ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي‌ استازی دی خو د استازولۍ په اعلامیه کې نه ده روښانه چې ولې یې د چارو مسؤلیت او مشري‌ نوي کس ته سپارل شوې پخپله نصیر احمد فایق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دا مسؤلیت په سختو شرایطو کې پیلوي او هڅه به کوي چې د افغانستان د خلکو غږ تر نړیوالو ورسوي.

نور یی ولوله | افغانستان کې د کورونا ناروغۍ د اومیکرون بڼی ازموینی وسایل کم دی

نوموړي لیکلي له افغانستان سره د بشري مرستو د را جذبولو لپاره به هم هڅې کوي‌دا اعلان پر داسې مهال کېږي چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي‌ استازولۍ په یوه ناندریزه موضوع بدله شوې ‌افغان طالبانو واک ته له رسېدو وروسته غوښتنه کړې ده چې یاده څوکۍ دې دوی ته وسپارل شي طالبانو په دوحه کې یې د خپل سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی دی خو د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې ګومېټې دوې اونۍ وړاندی د طالبانو دا غوښتنه رد کړه.

او د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی د دایمي‌ استازي په توګه پر خپله څوکۍ پاتې شوطالبان وایي، نړیواله ټولنه باید له دوی سیاسي غچ وانخلي او‌ د دوی په وینا د افغانستان خلک حق لري چې د یو خپلواک هېواد په توګه ملګرو ملتونو کې خپل استازی ولري

خو د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد تر دې دمه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button