لوبېنړیوال خبرونه

نمیبیا د عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو په ۶۱مه لوبه کې نمیبیا لوبډلې د ۱۱۰ منډو په ستر توپیر بریا خپله کړه. دا لوبه، چې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب نن ترسره شوه، د لوبې په پیل کې نمیبیا لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

نور یی ولوله | محمد نبي د بنګله دېش پر وړاندې د ماتې لامل په ګوته کړ

نمیبیا لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې ګیرهارډ ایراسموس ۱۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

عمان لپاره لپاره بلال خان ښه توپ اچونه وکړه، هغه څلور ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز کلیم الله دوه، خاور علي او نیستور دهمبا یوه-یوه ویکټ ترلاسه ترلاسه کړه عمان لوبډلې د ۲۲۷ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په د لاسه ورکولو ۱۱۶ منډې وکړې، چې په دې سره یې په ۱۱۰ منډو په ستر ماتې وخوړه.

د دوی لخوا خاور غلي ۴۳ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د نمیبیا لخوا جان فریلینک، تینګیني لینماني، ډیویډ ویسا او جی جی سمېت دوه-دوه او وینلانګن او روبین ترمپلمن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button