لوبې

نمیبیا له زمبابوې سره لوبلړۍ برابره کړه

د زمبابوې او نمیبیا ترمنځ د پنځه شل اوریزو لوبو په څلورمه لوبه کې نمیبیا لوبډلې په زړه پورې بریا خپله کړه او لوبلړۍ یې ۲-۲ برابره کړه.

دغه لوبه چې د زمبابوې په کوربتوب ترسره شوه، د لوبې پچه نمیبیا لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. زمبابوې په ټاکلو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

د دوی لپاره په توپ وهنه کې ویسلي مدهور ۵۰، ګریک ارون ۲۲ او ریچمند موتمبامي ۲۷ منډې جوړې کړې. د نمیبیا لپاره برنارد سکاتز درې، ډیویډ ویسا، جان فرلینک او پیکې یافرنسي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نور یی ولوله | ستانکزی: اسلامي امارت دې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي

د ۱۵۸ منډو هدف نمیبیا د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره په وروستي اور کې پوره کړه او زمبابوې ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه او لوبلړۍ ۲-۲ برابره کړه.

د زمبابوې لپاره میچل وان او ګراهاد ایراسموس ډېره ښه توپ وهنه وکړه، دوی ۵۱ او ۵۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. د زمبابوې لخوا لوک جانګوي دوه، ټنډی چیتارا او سکندر رضا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button