ننګرهار، کونړ او لغمان کې سختې زلزلې ۸۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي
اړوند خبر:
په چین کې سخته او مرګوني زلزله؛ د مړو شمېر ۱۲۶ ته ورسېد
د سرچینو د راپورونو له مخې د تېرې شپې زلزلې د ننګرهار ،کونړ او لغمان ولایتونو کې شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
په دغه زلزله کې ډېره مرګ ژوبله په کونړ کې پېښه شوې ده.
د کونړ په ځینو سیمو کې بشپړ کلي ړنګ شوي او کلیو ته د ورتلو لارې بندې او د چورلکو په وسیله طالبان سیمې ته ورسېدلي دي.
تېره شپه نږدې دوه بجې د ریکټر په کچه شپږ درجې زلزلې چې مرکز یې د افغانستان ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونه ښودل شوی دی.
د افغانستان په ګډون د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او هند ځینې سیمې یې هم لړزولي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د دغې زلزلې له امله په کونړ او ننګرهار کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او سلګونه کورونه یې نړولي دي.
ننګرهار کې د طالبانو هوايي ځواک، د دواړو ولایتونو د سرې میاشتې ریاستونو، روغتیا ریاستونو او ځینو نورو ادارو بیړني خدمات پیل کړي او د شپې یې زلزله ځپلو سیمو ته ځانونه رسولي دي.
کونړ ولایت:
کونړ ولايت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتو والي ادارې مسوولان وایي، چې د زلزلې له امله د دې ولایت په نورګل، څوکۍ، وټپور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰۰ تنه نور ټپیان دي.
یادې ادارې ویلي چې ارقام وروستي ندي ، تلفات لدې هم لوړ دي.
ننګرهار:
په ورته مهال د ننګرهار دره نور ولسوالۍ هم زلزلې ځپلو سیمو کې تر اوسه د ۹ کسانو د مړينې او ۲۰ تنو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
لغمان:
د یادو دواړو ولایتونو ترڅنګ زلزلې په لغمان کې هم خلکو ته د مالي زیانونو اړولو سربېره ۴۴ کسان ټپیان کړي دي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په دې اړه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: (( په تاسف سره چې د نن شپې زلزلې زموږ د مشرقي ځینې ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولې همدا اوس ځایې مسؤلین او خلک د زیانمنو شوو د ژغورلو په هڅو بوخت دي له مرکز او نږدې ولایاتو هم کومکي ټیمونه په لاره دي، له ټولو شته امکاناتو څخه به د خلکو د نجات لپاره کار واخیستل شي.))
له کونړ ولایت څخه د ټپیانو یوه جوپه ننګرهار ولایت ته د درملنې لپاره رالېږدول شوې او لاهم هلته په سلګونه کسان تر خاورو لاندې دي او سلګونه کورنۍ بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري.
طالبانو هم پر نړیوالو او کورنیو مرستندویه ادارو د مرستې غږ کړی دی.
ځایي خلک وایي ځینې داسې کورونه هم شته چې په کې ودونه وو او واده ته راغلي ټول میلمانه یې تر خاورو لاندې شوي دي.
مسوولان وایي، په زلزلو کې د اوښتو زیانونو معلومات وروستي نه دي او د مرګ ژوبلې اړقام ښایي تر دې زیات شي.
د دې خبر نور جزیات له تاند وېب پاڼې سره وڅارئ…