Uncategorized

ننګرهار والي: د باچا خان مقبره به ډېرژرتکمیل شي

شاه محمود میاخیل چې د ننګرهار والي دۍ وایی، چې د مشراو خدايي خدمتګار باچا خان با با د مقبرې او قبر  به ډېر ژر تکميل شي. مشهور شخصیت خدايي خدمتګار، د خدايي خدمتګار غورځنګ مشر باچا خان (خان عبدالغفار خان) چې د ننګرهار په جلال اباد کې یی قبر دۍ اړ دغه  مقبره يې لسيزې کېږي د جوړېدو کې ده او ډطر ژر پوره تکمیل شي

که څه هم د  جلال اباد پخوانيو واليانو هم په بيا بيا دا خبره کړې وه، چې دوى به د باچا خان پر مقبره کارونه تېز کړي او جوړه به يې کړي، خو هر قرت دغه مقبره همداسې نیم نیم  پاتې کېده. خو اوسمهال یی کار روان دۍ او ډېر ژر به بشپړ شي.

ويل کېږي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د دې مقبرې د جوړولو لپاره درې ځلې پېسې ورکړل شوې دي، خو بيا هم دا مقبره نه ده جوړه شوې.

تازه د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په خپله فېسبوکپاڼه د دې مقبرې انځورونه خپاره کړي دي او کارونه يې تر کوم ځايه رسېدلي دي، په دې اړه يې له خلکو سره معلومات شريک کړي دي.

شاه محمود مياخېل په خپل فېسبوک کې ليکلي:

((که په چا ښه لږیږي یا بد، د مشر، خدایي خدمتګار پاچا خان بابا د قبر د جوړیدو کارونه دغه مرحلې ته په اتو میاشتو کې ورسیدل. د دې مقبرې کارونه د ډاکتر نجیب الله په وخت کې پیل شوې و او همداسې نیم کله پاتې و چې اوس مخ په تکمیلیدو دي.))

دا هم ولولئ:  د ننګرهار والي د راشد خان کوربه وو

د هغه بازې الفاظ (( مننه د جلالتماب جمهور ریس د توجو او واحد عملیاتي ادارۍ د مشرتابه او کارکوونکو نه چې په ډیرې چټکي سره یې کارونه پر مخ وړي لر او بر افغانان سره په کرښو او اغزن تارونو نشي جدا کیدلى.

ننګرهار والي: د باچا خان مقبره به ډېرژرتکمیل شي

د ننګرهار د والي ټويټ .

سلام پیشنمې مو په خیر!

که په چا ښه لږیږي یا بد، د عدم تشدد د مشر، خدایي خدمتګار پاچا خان مقبرې د جوړیدو کارونه دغه

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button