سیمه‌ییز

ننګرهار کې د خلکو له خوا نیول شوی ژوی بېرته خوشی شو

ځايي طالب چارواکي وايي، ننګرهار کې نایابه نیول شوی وحشي ژوی بیرته خوشې شو

ننګرهار کئ د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ریاست ویلي، د ښېوې ولسوالۍ کاشکوټ سیمه کې د کوږ په نوم نایابه وحشي حیوان، چې د کوچیانو له لوري نیول شوی و بیرته ازاد چاپېریال ته خوشې کړای شو.

د دغه وحشي ژوي روغتیایي وضعیت ته په کتو تر درملنې وروسته د وحشي ژوو او الوتونکو د خوشي کولو لپاره د ټاکل شوې کمېټې د غړو په شتون کې بیرته خپل اصلي چاپېریال ته خوشې شو.

د معلوماتو له مخې، دغه حیوان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ساتل شویو نوعو په لېست کې شامل د نایابه وحشي حیواناتو له ډلې دی، چې د ایکوسیستم لپاره خورا مهم ارزښت لري.

د یاودنې ده، چې د طالبانو ریاست الوزرا د ۱۱۴ ګڼې حکم پر بنسټ د وحشي ژوو او الوتونکو ښکار او قاچاق منع دی او سرغړونکو ته د قانون له مخې سزا ورکول کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button