نړیوال خبرونه

ننګرهار کې د لوګر وروستۍ پېښه وغندل شوه

ننګرهار کې د لوګر وروستۍ خونړۍ پېښه وغندل شوه.د ننګرهار ولایت په رسنيو یا ميډیا دفتر کې، د غويي په ۱۱مه د مدني بنسټونو استازو د يو خبري کنفرانس پر مهال د لوګر ولایت وروستۍ پېښه وغندله.

دوی د پېښې عاملينو ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه وکړه.د مدني ټولنو په استازۍ شريف الله ناصري، ثاقب الرحمن ستوري او څو تنو نورو د خپلو خبرو پر مهال له حکومت، نړۍوالې ټولنې، بشري بنسټونو، اسلامي هېوادونو، د سولې ښکېلو غاړو او افغان ملت څخه غوښتنه وکړه، ترڅو د لوګر ولايت وروستۍ پېښې چې له امله يې ګڼشمېر بې ګناه هېوادوال شهيدان او ټپيان شول،

دوی ویلي چې د عاملينو د نيولو اړه يې غلي پاتې نه شي.دوی د سولې له پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې جګړه ودروي او د بې ګناه افغانانو له وژلو لاس واخلي.تر څو عام افغانان په ارامه فضاء کې ژوند وکړي.

د مدني ټولنو استازو همدا راز وويل که د لوګر جنايت عاملين مجازات نه شي او روان ناورين ونه درول شي؛ نو دوی به په ټول هېواد کې سوله ييز لاريونونه د هغو خلکو پر وړاندې تر سره کړي، چې د روانې غميزې عاملين دي.

fb img 1619922689864

همدا راز یې وويل چې حکومت دې نور د وسله والو طالبانو سره په قطر او دوحه کې نه ګوري، ځکه وسله وال هېڅ ژمن نه دي، يو خوا د سولې خبرې کوي او بلخوا بې ګناه افغانان شهيدان کوي.د يادونې وړ ده، چې دا د وسله والو لومړی ځل نه، بالکې له دې وړاندې یې هم ډېرې ميندې ژړولې دي او په لکونه افغانان يې په بېلابېلو پلمو شهيدان کړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button