نړیوال خبرونه

ننګرهار کې د مرمر ډبرو او ګچو ۲۷ کارخونې تړل شوي دي

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د طالبانو د حکومت له پیله تر اوسه په دې ولایت کې د مرمر ډبرو او ګچو ۲۷ کارخونې تړل شوي او د نورو د تړلو امکان هم شته دی. د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال مشر عبدالوهاب خوږیاڼي یو خبري ا‌‎ژرانس ته وویل، د طالبانو د حکومت له پیل تر اوسه په دې ولایت کې د شوکاڼي یا تالکو، ګچو، مرمرو او چپسو کارخونو کارونه خراب شوي او فابریکه لرونکي له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي.

نوموړي د طالبانو د حکومت له لوري پر کارخونو د مالیو لوړول، د رغنیزو پروژو او ساختماني چارو په ټپه درېدل او د بانکي سیستم غیرنورمال حالت د دغو ۲۷ کارخونو د تړل کېدو عمده لاملونه یادوي. دی وايي، د جمهوریت پر مهال پر هر ټن شوکاڼي شپږنیم سوه افغانۍ مالیه وه؛ خو طالبانو دا تر دوو زرو لوړه کړې او که دا حالت وي، نو د فعالو کارخونو حالت لا پسې خرابېدای شي. عبدالوهاب خوږیاڼی دغه راز زیاتوي، له بهره د مرمرو ډبرو واردېدلو هم د مرمرو فابریکو پر کارونو منفي اغېز کړی او که د طالبانو حکومت ورته پام ونه کړي، نو د کورنیو مرمر ډبرو او چپسو ځای بهرني هغه نیولی شي.

دغه راز، وهاب خوږیاڼی د شوکاڼي یا تالک کارخونو اوسنی حالت هم د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې کارونه یې خراب شوي دي. شوکاڼی یا تالک د سینګارتوکیو په جوړولو کې کارول کېږي او د ننګرهار د خوږیاڼو، حصارک او شیرزادو په ګډون په شپږو ولسوالیو کې په زیاته پیمانه شتون لري او اوس مهال یې یو ټن له پنځو تر لسو زرو افغانیو پلورل کېږي. مرمر ډبري هم د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې شته چې چپس هم ترې جوړېږي. دغو کارخونو د تړلو له امله لسګونه کسان بې روزګاره شوي دي.

د مرمرو د یوې تړلې فابریکې مشر عبدالولي وايي، د توکو د پلور بازار د سړېدو له کبله يې فابریکي تړلي او ګڼ شمیر کاریګر يې ځواب کړي دي؛ خو که حالت ښه شي خپله کارخونه به بېرته فعاله کړي. د یو شمېر فعالو کارخونو مشران بیا وآيي، که څه هم کارونه یې نه دي درولي؛ خو د نظام بدلون، لوړې مالیې او خراب بازار یې کارونه « ډېر» خراب کړي دي.

نور یی ولوله | د کرکټ نړیوالې شورا د مارچ میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند لوبغاړي اعلان کړل

روح الله د شوکاڼي د یوې فعالې کارخونې مشر دی وايي، لسګونه کسان ورسره په فابریکه کې کار کوي؛ خو اوسني خراب اقتصادي حالت کې یې ایله دومره کړي چې خپل کار یې جاري ساتلی؛ خو ډېره ګټه ورته نه کوي.دننګرهار کې د مرمر، چپسو، شوکاڼي او ګچو کارخونې کاریګر وايي، د طالبانو د حکومت له پیل سره پر کارخونو سربېره د دوی کارونه هم خراب شوي او عاید یې کم شوی دی.

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالحق چې د مرمر ډبرو په یوې کارخونې کې یې کار کاوه وايي، کلونه یې د مرمر ډبرو کارخونې کې کار کړی او له همدې لارې یې خپله کورنۍ ساتله؛ خو اوس یې حالت ښه نه دی. هغه هیله لري، چې د طالبانو حکومت د نورو تر څنګ دې برخې ته هم پام وکړي څو د دوی کارونه پیل او ژوند یې ښه شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو له مخې په تېرو شلو کلونو کې په ننګرهار کې تر پنځو سوو د بېلابېلو توکیو کارخونې جوړې شوې وې، چې ځینې یې له اوله سره نه وې فعالې شوې، ځینې اوس تړل شوي او که حالت همداسې وي، نو د نورو د تړلو ګواښ هم شته دی. دغې خونې د ټولو تړلو کارخونو کره شمېر ورنه کړ.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button