هنر او ادب

ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره ترسره شوه

دغه مشاعره هر کال د پسرلي په راتلو او پر ننګرهار د نارنج ګل د ښایسته ګلانو د خواږه بوی د خپرېدو په وخت کې جوړېږي.

دا مشاعره چې پرون ماسپښین دوه بجې پیل شوه، د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور مسوولان افغان‌ناو ته وایي، په مشاعره کې سږ کال هم زرګونه هېوادوالو، طالب مسوولانو او شاعرانو ګډون کړی وو.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، چې په مشاعره کې د کوزې پښتونخوا شاعرانو او مینوالو هم ګډون کړی وو.

د مشاعرې ګډونوال او فرهنګیان بیا دا مشاعره د هېواد د کلتور ژوندي ساتلو ترڅنګ د هېوادوالو د یووالي یو مهم سمبول هم بولي، خو ټینګار کوي چې په مشاعره کې باید شاعران په خپل زړه شعر ویلو ته پرېښودل شي.

یوه شاعر د نوم نه خپراوي په شرط وویل، چې سږنۍ مشاعره هم یواځې هغو شعرونو ته ځانګړې وه چې د طالبانو د حکومت ملاتړي وو.

دی هیله لري چې دا ډول ملي مشاعرې دي راتلونکي کې د انحصار له بنده خلاصې ترسره شي، څو بېرته پخوانی رنګ او خوند خپل کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button