افغانستانروغتیا

ننګرهار کې یوه خصوصي روغتون به ۲۲۰۰ بېوزله ناروغان وړیا علمیات کړي

د ننګرهار په مرکز جلال‌آباد ښار کې د ننګ معالجوي روغتون د عمومي جراحي، عصبي جراحي، سترګو، غوږ، پزې، ستوني، هډوکو او نسايي ولادي څانګو کې د ۲۲۰۰ وړيا عملياتونو لړۍ پرون سه شنبه عملاً پيل کړه.

د یاد روغتون مسوول سفير خان شينواری وایي، چې د دې ولايت ۲۲ ولسواليو کې به د خپلو مختخصصو ډاکترانو پر مټ د عمليات وړ سل – سل ناروغان انتخاب او عمليات کړي.

نوموړی زیاتوي چې اوسمهال په نازيانو ولسوالۍ کې سل ناروغان چې د عمليات وړ دي انتخاب شوي او په خبره یې تر دې وروسته به دا لړۍ د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي.

شینواری وایي، د عملیات اړوند ټول لګښتونه دوی منلي؛ خو درمل په ناروغ دي، او پر شتمنو هېوادوالو يې غږ وکړ چې عملیات کوونکو ناروغانو ته وړيا درمل برابر کړي.

ننګرهار کې دا لړۍ داسې مهال پیلېږي، چې د مرکز په ګډون د دې ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې ډېری خلک د بېوزلۍ له امله د خپلو ناروغانو د درملنې توان نه لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button