اقتصاد او سوداګري

نن به د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي

د افغانستان بانک خبرداری ورکړ چې نن به ۱۴ میلیونه ډالره بازار ته وړاندې کړي

د افغانستان بانک وايي چې نن شنبه د تلې «میزان» لومړۍ نېټه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به نن شنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

نور ولولئ: افغانستان بانک: بانکي محدودیتونو مالي انزوا سره مخ کړي یوو

دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

افغانستان بانک د حسابونو تصفیه غوښتي

افغانستان بانک له داوطلبۍ ګټونکو غوښتي چې خپل حسابونه تصفیه کړي. یاد بانک زیاتوي، د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»

د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ لوړېدل

افغانستان بانک ددې لپاره دا ډالر لیلاموي تر څو له بازارونو افغانۍ راټوله او ارزښت یې د ډالر په مقابل کې وساتي، خو اقتصاد پوهان وايي چې دا کار پر وړو کاروباریانو ناوړه اغېزه کوي او په دې توګه د افغانۍ کنترول هغه څوک زیانمنوي چې واړه کاروبارونه لري، ځکه هغه دومره پانګه نه لري چې د لوی زیان جبران ورباندې وکړي بلکې کاروبار یې شنډېږي.

نور ولولئ: طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی

بل لور ته کاروباریان وايي، دوی په ناڅاپي توګه د افغانۍ له ارزښت له پورته کېدو سره زیات زیان ګاللی او تاواني شوي دي. دارنګه ښاریان شکایت کوي چې د ډالر له ارزانېدو او د افغانۍ له ارزښت لوړېدو سره لا هم بازارونو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ګران دي او خلک یې د رانیولو وس نه لري، خو طالبان بیا وايي چې دوی به نرخونه راکنترول او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم طالبانو ته د امریکا لخوا هره اوونۍ څلوېښت میلیونه ډالر ورکول کېږي او د دوی له اقتصاد ساتلو سره مرسته کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button