لوبې خبرونه

نن د افغانستان او سوېلي افریقا تر منځ یو ورځنۍ تمریناتي لوبه کېږي

افغان کرکټ ملي لوبډله نن له سوېلي افریقا سره یو ورځنۍ تمریناتي لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي ټیم تېره ورځ د ورځنیو لوبو کرکټ نړیوال جام په خاطر هند ته ولاړ او هلته به له یوې قوي ارادې سره په دغه جام کې ولوبېږي چې نن د همدې لړۍ په دوام تمریناتي لوبه هم کوي تر څو د نړیوال جام لپاره بشپړه تیاري ولري.

داسې ویل کېږي چې دا لوبه به نن د افغانستان پر وخت ۱:۰۰ بجه پیل شي.

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډله هند ته وخوځېده

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لپاره په تمریناتي لوبه کې د سوېلي افریقا پر وړاندې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند په «ګرین فیلډ کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

د سوېلي افریقا او افغان لوبډلې تر منځ لوبې

سوېلي افریقا او افغانستان تراوسه یوازې یوه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کړې چې د سوېلي افریقا په بریا پای ته رسېدلې ده.

افغانستان په دې لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې جوړې کړې وې چې سوېلي افریقا د یوه لوبغاړي په سوځېدو ورکړل شوی هدف ترلاسه کړی و.

نور ولولئ:  افغان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

افغان لوبډلې که څه هم اسیا جام کې یې ښې لوبې وکړې، خو د تمې خلاف پایله یې لرله او ګروپ پړاو کې له یادو سیالیو بهر شوه. له هغې وړاندې ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټه چې ۳:۰ یې پاکستان ته وبایلله.

د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې په زړه پوره لوبه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې دې لوبلړۍ کې که څه هم یوه لوبه کې تر ۳۰۰ منډې جوړې کړې، خو وروستیو شېبو کې یې سیالي له لاسه ووتله.

بل‌خوا سوېلي افریقا بیا تازه د اسټرالیا پیاوړې لوبډلې کوربه‌توب وکړ او له یادې لوبډلې یې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۳:۲ وګټله.

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو کېدونکی نړیوال جام به د راتلونکې میاشتې په پنځمه نېټه پیل او لس لوبډلې به د یوه بل پر وړاندې سره سیالي وکړي.

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو کرکټ مبصرینو له نظره افغان لوبډله په تېزۍ سره هغه هدف ته رسېدونکي ده چې په راتلونکې کې به هند، پاکستان او نورو غښتلي ټیمونه ماتوي او دوی به د افغانستان لپاره داسې اتلولۍ راوړي چې تر اوسه یې چا فکر هم نه دی کړی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button