نن د تورخم دروازې د تړل کېدو شپږمه ورځ ده؛ دواړو لورو ته خلک بند پاتې دي
نن شپږمه ورځ وه چې د تورخم دروازه د خلکو او سوداګرو پر مخ بنده وه او ګڼ خلک دواړو غاړو ته ایسار پاتې دي
په پاکستان کې د طالبانو حکومت چارسمبالي سفیر احمد شکېب بي بي سي ته ویلي، د طالبانو چارواکو له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې دا څرګنده کړې، “د لارې تړل دواړو خواوو ته بشري ناورین رامنځ ته کوي. عامو خلکو ته زیات زیان اړوي او دا باید له سیاسي او امنیتي مسلو سره ونه تړل شي.”
نور ولولئ: د پاکستان لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته راغلی
د ښاغلي احمد شکېب په وینا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ورته ویلي، دوی هم ورته نظر لري او په کار ده چې دا لار خلاصه شي، ځکه دواړو غاړو ته دا یوه بشري موضوع ده.
دی زیاتوي پاکستاني لوري دا هم نه ده روښانه کړې چې ولې یې برید کړی او ورسره یې د تورخم دروازه هم د خلکو پر مخ تړلې ده. خو نوموړی وايي، تمه لري چې دا دروازه به د خلکو پر مخ ژر خلاصه شي.
د نن ورځې غونډه هم بې پایلې وه
په تورخم کې د طالبانو کمیسار مفتي عصمت الله یعقوب بي بي سي ته وویل، ټاکل شوې نن (دوشنبه) د ورځې پای کې یو ځل بیا پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني چارواکو سره غونډه ولري.
ښاغلي یعقوب وړمه ورځ هم له پاکستاني ځايي چارواکو سره کتلي و خو ناسته یې بې پایلې پای ته رسېدل وه.
د ښاغلي شکېب په وینا د هغې پوستې د جوړولو په تړاو چې پاکستاني لوري اعتراض درلود، پخوا هم موجوده وه او کار پرې شوی و. او اوس په ناڅاپي ډول په دې تړاو برید دوی هم حیران کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې
بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي “د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ
څرګندونې د حیرانتیا وړ دي، د افغانستان چارسمبالي حکومت چارواکي د تورخم دروازې د تړل کیدو په لاملونو ښه پوهېږي.”
نور ولولئ: دتورخم دروازه د مسافرو تګ راتګ پرمخ وتړل شوه
د اغلې بلوچ په وینا د سپټمبر په شپږمه، افغان ځواکونو د یوه سوله ییز هوډ پر ځای د پاکستاني پوځیانو پوستې په نښه کړې، د تورخم د پولې په ترمینل کې یې زیربناوې زیانمنې کړې او کله یې چې مخه ونیول شوه، د پاکستان او افغان ملکي وګړو ژوند یې په خطر کې واچاوه.