ژوندنړیوال خبرونه

نن د ۱۴۰۲ لمريز کال لومړی ورځ ده چې «نوروز» هم ورته وايي

د هر نوي لمريز کال لومړۍ ورځ د نوروز په نامه ياديږي چې هر کال په بېلابېلو بڼو لمانځل کيږي

نوروز د افغانانو، ايرانيانو، منځنۍ آسيا او ځينو نورو ولسونو له لرغونو جشنونو څخه ده چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې هر کال د وري (حمل) په لومړۍ ورځ چي د مارچ د ٢١مې سره سمون خوري لمانځل کيږي.

د نوروز په هکله په تاريخونو کې ډول ډول څرګندوني شوې دي. هغه چي صحت ته نژدې ښکاري وايي چې زموږ د هيواد، يعني لرغونې آريانا د بلخ د ”پارا داتا“ يا ”پيشدادي“ واکمنو د لړۍ لومړني واکمن او د دې لړۍ بنسټ ايښوونکي ”يما“ پادشاه په همدغه ورځ د واک پر ګدۍ کښېناست. هغه يو عادل، مهذب، روحانيت منوونکى، او د ودانۍ او کرکيلې مينه وال پادشاه و.

يما لومړنى پادشاه و چې زموږ په هيواد کې يې د لومړي ځل لپاره د کرنې آرونه او اصول دود کړل او د کال لومړۍ ورځ يې کار او زيار ته د بزګرو د هڅونې لپاره د”نوروز“ په نامه د ملي جشن ورځ وټاکله.

نور ولولئ:نوروز په افغانستان کې د يوې فرهنګي ورځې په توګه هر کال لمانځل کيږي

نوروز په افغانستان کې د يوې فرهنګي ورځې په توګه هر کال لمانځل کيږي

داسې ښکاري چې تر يما وروسته هم واکمنو، پوهانو او عامو خلکو د دغه جشن لمانځلو ته پرله پسې، خو په ډول ډول بڼو او د وختونو له بدلونونو سره پر افغانستان سربېره په ډېرو نورو سيمو کې ادامه ورکړې ده.

د کال په لومړيو ورځو کې کرکيلې ته د خلکو هڅول

د کال په لومړۍ ورځ يا د پسرلي په نورو ورځو کې د مراسمو په جوړولو سره د دولت لخوا خلک په تېره ځمکوال او بزګران کار او زيار ته هڅول، هغو ته د کرنې په چارو کې سلاوې او مرستې ورکول او د هېواد د کرنيزو چارو د ښه کېدو او سمسورتيا او ودانۍ لپاره پلانونه جوړول او د پلي کولو لپاره يې هلې ځلې کول ډېر غوره کار دى. زموږ په هېواد کې د کال دويمه ورځ د بزګر ورځ ده چې په نوموړې ورځ د بزګرانو د خواريو قدرداني کيږي او د لا هڅونې لپاره يې ځينو ته انعامونه ورکول کيږي.

هر کال په افغانستان کې د نوروز ورځ په بېلابېلو بڼو لمانځل کيږي

د طالبانو له حکومت وړاندې هر کال د لمريز کال لومړۍ ورځ په بېلابېلو بڼو لمانځل کېده، د دولت به رسمي مراسم ورته نيول اوتر ټولو مشهوره میله  د جنډې پورته کول و، ډېر شمېر خلک به د هېواد له ګوټ-ګوټ نه مزارشريف ښار ته تلل تر څو د جنډې پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړي د دې تر څنګ په ځينو کورونو کې بېلابېل خواړه پخېدل او د خوښيو څرګندولو يوه ښه پلمه بلل کېده.

د طالبانو حکومت په راتګ سره نوموړې ميلې بندې شوې او په دغه ورځ رخصتي هم لغوه شوه او لکه د کال نورو رسمي ورځو په شان ټول وګړي د ژوند په ورځني کارونو کې مصروف وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button