نن پاکستان کې پارلماني ټاکنې کېږي

پاکستان د تېرو ټاکنو په پرتله دغو ټاکنو ته کلک امنیتي تدابیر نیولي او خلک رایه اچونه کوي
پاکستان د ټاکنو د کمیسیون له خوا د ټاکل شوي مهال ویش له مخې د پنجشنبې د ورځې سهار اته بجې د فبرورۍ اتم (سلواغې ۱۹) د سختو امنیتي تدابیرو لاندې د پارلماني ټاکنو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل شوی چې د مازیګر په پنځو بجو به پای ته ورسیږي.
د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون د شمیرو له مخې ټول ۱۷ زره او ۸۱۶ نوماندان د دغه هیواد مرکزي پارلمان او د څلورو ایالتي پارلمانونو ۸۵۵ څوکیو ترلاسه کولو سره مبارزه کوي.

په پاکستان کې ناامني
دا ټاکنې په داسې حال کې پیل شوي چې په دې وروستیو ورځو کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې تروریستي بریدونو کې د دریو نوماندانو په ګډون په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.
په بلوچستان کې د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو له دفترونو سره نږدې په دوو چاودونو کې ۲۶ کسان وژل شوي وو. ددغو بریدونو مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې
نور ولولئ: په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو ډېرېدل؛ اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې ترهګر وځپي
نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه چاودنه کې ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي
پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې افغانستان او ایران سره خپل ټول سرحدونه تړلي دي. همداشان دغه وزارت په ټول دغه هیواد کې د ګرځنډه تیلیفوني خدمتونه هم په موقتي ډول ځنډولي دي.
ټولې مخابراتي شبکې تړل شوي دي
د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت ویلي چې دا اقدامات یې د امنیت د ټنیګیدو او د ممکنه تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره ترسره کړي دي.

دغه وزارت د اېکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي: “په هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو په پایله کې چې خلکو ته په کې د سر زیان رسیدلی امنیتي تدابیر د امنیت د ټینګیدو لپاره لازمي دي ترڅو له ممکنه ګواښونو سره مقابله وکړا ی شي نو ځکه په هېواد کې په لنډ مهاله توګه د ټیلیفونونو خدمات ځنډول شوی دی.”
د پنجشنبې د ورځې د ټاکنو وړاندې د پاکستان یو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف تورولګوه چې دغه ګوند ته په ازاد ډول د ټاکنیز کمپاین د ترسره کولو زمینه نه ده برابره شوې. دغه ګوند ادعا کړې چې په ټاکنو کې یې د بریالیتوب د مخنیوي هڅې کیږي.

خو د پاکستان د لنډ مهاله حکومت چارواکو دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې ټولو سیاسي ګوندونو ته د یو ډول کمپاین زمینه برابره شوې ده.
په دغو ټاکنو کې د مرکزي پارلمان د ۲۶۶ څوکیو لپاره ۵۱۲۱ نوماندانو خپل نومونه لیکلي چې په دې کې ۳۱۲ ښځې او دوه نرښځې هم شامل دي.