نړیوال خبرونه

نن په ټول هېواد کې د کوچنی اختر لومړی ورځ ده اختر مو مبارک شه

د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه بیګا شپه ولیکل، د سترې محکمې د رئيس او د مياشتې د کمېټې مشر محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم صاحب له خوا اعلان وشو چې سبا په ټول هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو سترې محکمې پر فېسبوک پاڼه لیکي، “د افغانستان په فراه، غزني، کندهار او غور ولايتونو کې ۲۷ کسانو د شوال مياشت ليدلي او اړونده محاکمو ته يې د مياشتې ليدو شاهدي وړاندې کړې ده.طالبانو دغه اعلان په داسې حال کې کړې چې وړاندې د سعودي عرب حرمين الشريفين اعلان وکړ چې دوی د شوال مياشت نه ده ليدلې نو په دې ډول به يکشنبه روژه او دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

نور یی ولوله | مرکزي بانک: له افغانستان سره څه باندې ۷۶۰ مېلیونه ډالره مرسته شوې

افغانستان تر دې وړاندې له سعودي سره روژه او اختر کاوه. خو طالبانو له بيا واکمنېدو سره خپل لومړی اختر له سعودي يوه ورځ مخکې اعلان کړ.متحده عربي اماراتو، قطر، عراق، کویت، بحرین، فلسطین، سوریې، یمن، لبنان، مصر، سودان او ترکیې هم د دوشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

خو ډېری هېوادوال د اا دغې پرېکړې هرکلی کوي او وايي چې موږ د حاکم نظام دا برېکړه منو او د خپل وطن د وخت د حاکمانو سره خپل اختر لمانځو د افغانستان په خواله رسنیو اکثرو هېوادوالو یو بل ته د اختر مبارکی هم ورکړې او د دې پرېکړې په اړه خپل نظریات له خلکو سره شریک کړل

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button