سیمه

نن په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه پیلېږي

نن په کابل کې د “د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار” په نوم غونډه جوړېږي چې ګاونډي هېوادونه هم په کې ګډون کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې ناستې په تړاو په یوه پیغام کې ویلي: “په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت پر ایجاد او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي. د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌محور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.”

د ډیپلوماټیک تحرک کوربه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا څانګې مشر سید رسول موسوي تېره اوونۍ ویلي وو چې کابل به د پام وړ ډپلوماټیک تحرک کوربه وي چې په‌کې د ده په خبره د ایران، پاکستان، چین او روسیې استازي او سفیران هرومرو برخه اخلي.

kabul1
د افغانستان پلازمېنه کابل

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

نور ولولئ: د ایران او افغانستان د اوبو جنجال؛ ایران وايي، چې هلمند سیند کې له خپلې حق‌ابې نه تېريږي

نور ولولئ: مسکو: طالبان په رسمیت نه پېژنو

موسوي ویلي، د دې ناستې ترسراوی د افغانانو د سولې، ثبات او سوکالۍ او د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان د ګاونډیانو ځانګړې پاملرنه په ډاګه کوي.

په چین کې د طالبانو سفیر هم د همدې ناستې په تړاو له چینايي چارواکو سره لیدلي.

اخوا د راپورونو په اساس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم به د روسیې له تاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي وو چې د جنوري تر پای مخکې به روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په تړاو غونډه کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی

کابلوف ویلي وو چې د ناستې نېټه او ځای به وروسته اعلانوي، خو د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره به د ټولشموله حکومت د جوړولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو بحث کېږي.

کابل داسې وخت د سیمې او ګاونډیانو د استازیو او سفیرانو د ناستې کوربه‌توب په غاړه لري چې افغانستان او ګاونډيان یې په وروستیو څو اوونیو کې په کړکېچونو او سیاسي لانجونو کې ښکېل شوي.

russia
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او طالب وزیر شهاب الدین دلاور

د افغانستان لپاره تر ټولو لوی کړکېچ له هغه وخته را پيل شو چې پاکستان له خپلې خاورې د لکونو افغانانو جبري ایستل پیل کړل او د راپورونو له مخې په تېرو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه پنځه لکه افغانان د ژمي په ساړه موسم کې افغانستان ته استول شوي.

په دې سربېره د پاکستان د پوځ د لوی درستیز لانجمنې څرګندونې هم دا څو ورځې د عامو افغانانو او طالب چارواکو له کلک غبرګون سره مخ شوې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button