اقتصاد او سوداګري

نورستان کې بیروج ډبرې د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې

اړوند خبر:

طالبانو د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرود پلورلي

چاوراکي وايي، د نورستان بیروج ډبرې د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې دي

د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ د پڅیګرام سیمې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ (بولۍ) د یوې شفافې پروسې له لارې ترسره شوه.

د نورستان سیمه ییزو چارواکو نن (جمعه، د تلې ۲۶مه) ویلي، یاده داوطلبۍ د کانونو رئیس مولوي سید رحیم، د ولایتي ادارو د استازو، سیمه‌یزو مسوولینو، پانګوالو او د اړوندې کمېټې د غړو په حضور کې ترسره شوه، چې پکې بېلا بېلې قیمتي ډبرې د شاوخوا ۲۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.

طالبانو د پنجشیر له ۲۰۰۰ قیراطو زیات زمرود وپلورل

د چارواکو په خبره، له دې داوطلبۍ څخه د اسلامي امارت ونډه ۲۰.۷ میلیونه افغانۍ ده، چې دا د عوایدو د زیاتوالي، د طبیعي زېرمې قانونمند استخراج، او پانګوالو ته د پانګونې د اسانتیاو برابرولو په برخه کې یو مهم اقتصادي پرمختګ بلل کېږي.

د نورستان سیمه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په برخه کې غني سرچینې لري، چې دا ډول شفافې پروسې نه یوازې ملي عواید زیاتوي، بلکې د سیمې د اقتصاد پیاوړتیا ته هم زمینه برابروي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button