لوبې

نوین الحق دا ځل بیا ويټاليټي بلاسټ سياليو کې د ليسټر شاير لوبډلې سره لوبېږي

د افغانستان کرکټ لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکى نوين الحق دا ځل بیا د انګلستان په ويټاليټي بلاسټ سياليو کې د ليسټر شاير لوبډلې سره لوبېږي.

نوین الحق د انګلستان د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په تېر پړاو کې هم د لیسټر شایر لوبډلې سره ولوبېده، چې ډېر ښه وځلېده او د یادې لوبډلې لپاره او د ټورنمنټ تر ټولو زیاتې ویکټې یې واخیستې.

نوموړي د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په تېر پړاو کې، چې د لومړي ځل لپاره ورته اخیستل شوی و، ۱۴ لوبې ترسره کړې او ۲۶ ویکټې یې واخیستې، چې دا د یاد لیګ په تېر پړاو کې تر ټولو زیاتې ویکټې وې.

نور یی ولوله | روغتیا وزارت: د کووېډ ۱۹ناروغانو لپاره هر ولایت کې یو روغتون لرو

نوین الحق له ډېرې مودې راهیسې له ملي لوبډلې لېرې دی او د زرغون افغانستان سیالیو کې هم نه و، خو په دې موده کې په متحده عربي اماراتو او همدا راز په پاکستان کې په تمریناتو بوخت لېدل شوی.

نوموړي له ویټالیټي بلاسټ سیالیو پرته د بنګله دېش کرابین لیګ، لنګا لیګ، ټي ټین یا لس اوریزه لیګ او یو شمېر نورو لیګونو کې لوبېدلی او افغانستان ته یې ویاړ ور په برخه کړی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button