سیمه

نوی ډهلی؛ هند له طالبانو سره د اړیکو پراختیا غواړي

اړوند خبرونه:

طالبان ډونالډ ټرمپ ته؛ د افغانستان بانګ د ۹ میلیارده کانګل شتمني راته ازاد کړئ

د هند بهرنیو چارو وزارت: کابل ته تللی پلاوی پر اقتصادي اړیکو غږېدلی

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال وايي، هېواد یې هڅه کوي چې له طالبانو او افغان ولس سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

هندي رسنیو شنبه د مرغومې پر ۲۹مه، راپور ورکړی چې جیسوال دا څرګندونې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال مطرح کړي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ترمنځ وروستۍ لیدنه یې د «لوړې کچې تعامل» بللی دی.

هغه زیاته کړې چې هند به له افغانستان سره د ورزش او بشرپاله مرستو د زیاتوالي په برخه کې همکاري وکړي.

په راپور کې د جیسوال په حواله راغلي دي: «موږ دا روښانه کړې چې غواړو له افغان ولس او دولت [طالبانو] سره ډیرې بشري مرستې او همداراز د پراختیا په برخه کې همکاري وکړو.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې چې نوی ډیلي غواړي له افغانستان سره خپلې اوږدمهاله اړیکې روانې وساتي.

ورته مهال، هندي رسنیو د لشکر طیبه او حزب‌الله محمد په ګډون په افغانستان کې د پاکستان د ترهګرو ډلو حضور د نوي ډیلي لپاره د اندېښنې وړ بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هند او طالبانو ترمنځ تعامل ډېر شوی او څه موده مخکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په متحده عربي اماراتو کې له امیرخان متقي سره ولیدل.

طالبانو دا لیدنه رغنده بللې او زیاته کړې یې ده چې دا ډله له هند سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په لټه کې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button