لوبې خبرونه

نيوزيلنډ نميبيا او هند سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

 متحده عربي امارات متحده عربي امارات

کرېکټ نړيوال جام کی  نيوزيلنډ نميبيا او هند سکاټلنډ ته ماته ورکړه د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو په بهیر کې نيوزيلنډ نميبیا ته په ۵۲ منډو ماته ورکړه. نميبيا د پچې له ګټلو څخه  وروسته لومړی مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه

نيوزيلنډ په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړې چې په ځواب کې يې نميبیا د ۱۱۱ منډو په جوړولو سره اووه لوبغاړي له سوځیدو وروسته  لوبه يې وبايله د نيوزيلنډ لپاره ګلېن فېلېپس ۳۹، جېمز نيشم ۳۵ او لوبډلمشر کېن وېليمسن ۲۸ منډې جوړې کړې د نميبيا جېراډ اېرسموس  برناډ شکولټز او ډېوېډ وايز يو يو لوبغاړی  سوځولی . په توپ اچونه کې بيا د نميبيا لپاره مایکل ون لېنګن ۲۵، زېن ګرين ۲۳ او سټېفن بارډ ۲۱ منډې وکړې بل اړخ د نيوزيلنډ ټېم سوتي، ټرېنټ بولټ دواړو دوه دوه  لوبغاړی سوځولی  د دی

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

  تر څنګ مېچل سټنر، جېمز نيشم او اېش سودي يو يو لوبغاړی وسوځاوه لدی  بريا سره نيوزيلنډ خپل ګروپ کې دويم نمبر  خپل کړ او راتلونکې لوبه يې له افغانستان سره ده که چېرې نيوزيلنډ له افغانستان څخه  لوبه وګټي نيمه پايلوبې ته به ووځي او که چېرې يې وبايلي بيا به نيمه پايلوبې ته د افغانستان او هند د وتلو چانس زيات شي. د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو دويمه لوبه کې هند سکاټلنډ ته په اووم اور کې په اتو لوبغاړو سوځیدو  ماته ورکړه هند د پچې له ګټلو وروسته سکاټلنډ ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. سکاټلنډ د ټولو لوبغاړو

 په سوځېدو سره يواځی ۸۵ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې يې هند د يواځی  دوو لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړپه نننۍ لوبه کې د هند لپاره راهول ۵۰ او روهېت شرما ۳۰ منډې وکړې  په توپ اچونه کې روېندرن جډېجا او محمد شامي ښه وتوپ اچونه کړی  دواړو درې درې لوبغاړي سوځولی.

 د دوی تر څنګ جسپريت بومرا دوه او اشوېن يوه لوبغاړی سوځولی هند اوس د خپل ګروپ جدول کې په درېیم نمبر دی خو د منډو اوسط يې افغانستان او نيوزيلنډ  څخه لوړ دی. که چېرې افغانستان نيوزيلنډ ته ماته ورکړي هند هم نيمه پايلوبې ته د وتلو موقع پيدا کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button