نړیواله امنیت شورا: القاعده بیا په افغانستان کې ځانونه ځای پر ځای کړي دي
د ملګرونو ملتونو امنیت شورا وايي چې القاعده په افغانستان کې بیا نوي مرکزونه فعال کړي دي
د امنیت شورا په خپاره شوي راپور کې راغلي چې القاعده د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې اته نوي روزنیز کمپونه او څو مدرسې جوړې کړې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې ويلي، چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې ساتلې او دې ډلې په افغانستان کې ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
په غزني، لغمان، پروان او روزګان کې د القاعدې ۴ کمپونه جوړ شوي او دغه سازمان په پنجشیر کې د وسلو ډیپو هم جوړ کړی دی.
د طالبانو او القاعدې نږدې اړیکې لا هم شته
د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې لا هم نږدې دي او دغه ډله توانېدلې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ځان په دفاعي حالت کې وساتي.
د راپور له مخې د القاعدې جګپوړي چارواکي په افغانستان کې شته او دا ډله لا هم دغه هیواد او بهر ته ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا لیکلي، چې طالبان هڅه کوي له القاعدې سره خپلې اړیکې کمې ښکاره کړي.
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو ځینې عملیاتي قوماندانان له القاعده سره ګډه کاري طریقه او ایډیالوژي لريو خو دا ډله د نړیوال کېدو هېلې نه لري.
امنیت شورا لیکلي، چې د القاعدې د ځینو فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هڅې د دغو دوو ډلو ترمنځ د اختلافاتو لامل شوې دي.
په همدې مهال په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د القاعدې پاتې او پخواني غړي د لویو بریدونو د پلان او تنظیم توان نه لري.
د امنیت شورا یوه غړي ویلي په افغانستان کې د القاعدې د هغو جګپوړو مشرانو شمېر، چې له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري له لسو کم دي.
په راپور کې همدا ډول راغلي دي، چې د امنيت شورا يو شمېر غړو هېوادونو د هغو کسانو په اړه خبري کړې، چې ويل کېږي دوی په ایران کې د القاعدې د مشر سیف العدل او په افغانستان کې د عبدالرحمن الغامدي په ګډون د دې ډلې د نورو جګپوړو غړو ترمنځ د تماس د ټينګولو لپاره سفر کړی دی؛ خو یوه غړي هیواد په ایران کې د القاعدې د غړو شتون رد کړی دی.
په راپور کې دا هم راغلي، چې د القاعدې شپږ غړي د «ابو اخلاص المصري» په مشرۍ د «عمر فاروق لیکو» سره د یوځای کېدو لپاره د افغانستان ختیځ ته لېږدول شوي دي.
د القاعدې اته نوي روزنیز کمپونه او ښوونځي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل راپور کې دا هم په ډاګه کړې، چې القاعده په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
د دغه راپور له مخې، په غزني، لغمان، پروان او روزګان ولایتونو کې د القاعدې څلور کمپونه جوړ شوي او دغه سازمان په پنجشیر کې هم د وسلو نو ډیپو جوړ کړی دی.
د دغه راپور له مخې، د القاعدې غړی حکیم المصری په کونړ کې د پاکستان د طالبانو د تحریک د غړیو لپاره د روزنیزو کمپونو او د ځانمرګو بریدونو د روزنې مسوول دی.
امنیت شورا دا هم لیکلي، چې په لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان ولایتونو کې د القاعدې پنځه مدرسې فعالې دي.
القاعده په هلمند، هرات، فراه او کابل ولایتونو کې هم تاسیسات لري.
له تحریک طالبان پاکستان سره د افغان طالبانو د نغدو پیسو مرسته
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوي راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د پاکستان د طالبانو تحریک د څو بریدونو ملاتړ شوی دی.
په راپور کې دا هم راغلي چې د TTP یو شمېر قوماندانان او د هغوی کورنۍ له طالبانو منظمې مرستې ترلاسه کوي.
د امنيت شورا په دغه راپور کې، چې جنورۍ پر ۲۹ خپور شو، امنیت شورا د هغو طالبانو د شمېر د زیاتوالي اعلان وکړ، چې دپاکستان طالبانو تحریک سره یوځای شوي دي.
د دې راپور له مخې، د افغان طالبانو ځینې غړي د پاکستان طالبانو تحریک ملاتړ کول خپله «دیني دنده»ګڼي.
نور ولولئ: افغان طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ غړي نیولي
نور ولولئ: میتو میلر: افغانستان زموږ تر څار لاندې دی، د القاعده مشر وژنه یې ښه ثبوت دی
نور ولولئ: طالبان:کابل کې د ظواهري د حضور په اړه هیڅ معلومات نه لري
په دغه راپور کې د پاکستان طالبانو د تحریک په لیکو کې د «افغان اتباعو د شمېر د زیاتوالي په اړه د پام وړ پرمختګ» ارزول شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې د افغان طالبانو ډله عموماد پاکستاني طالبانو له اهدافو سره تړلې او يو ځای ده.
امنیت شورا دا هم ویلي، چې القاعده پاکستاني طالبانو تحریک ته د تجهیزاتو او وسلو پر ورکولو سربیره، د دې ډلې د ځواکونو په روزلو کې هم مرسته کړې، چې په بهر کې عملیات وکړي.
په راپور کې راغلي، چې د افغان طالبانو له خوا د پاکستاني طالبانو تحریک د ۷۰ څخه تر ۲۰۰ پورې غړي لنډمهاله نیول او د افغانستان په شمال کې د هغوی ځای پر ځای کول په افغانستان کې د TTP د مخنیوي لپاره د اسلام اباد د فشار د کمولو لپاره شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د پاکستان طالبانو تحریک د پاکستان پر ضد عملیاتو سربېره، یو شمېر هغه طالبان هم وژلی، چې له داعش سره یوځای شوي دي.
په افغانستان کې د داعش ګواښ
امنیت شورا په خپل راپور کې ارزیابي کړې، چې د سیمې له لاسه ورکولو او همدارنګه د تلفاتو، د لوړ پوړو او منځنیو مشرانو په ګډون د وسلوالو له منځه تللو سره سره، داعش لا هم د افغانستان او سیمې لپاره یو ګواښ دی.
په افغانستان کې د داعش ډلې هدفونه په لومړي سر کې شیعه ګان، په دویم ځای کې طالبان او بیا ملکي وګړي دي.
امنیت شورا ویلي، چې د طالبانو د فشار او په داعش باندې د دغې ډلې د «ښه» نفوذ په پایله کې د داعش بریدونه کم شوي دي؛ خو د راپورونو له مخې داعش هم په طالبانو کې د پام وړ نفوذ لري.
په راپور کې راغلي، له دې سره، چې طالبان ادعا کوي، چې داعش ته یې ماتې ورکړې ده، خو بیا هم دې ډلې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
امنیت شورا لیکلي، چې د طالبانو د مشرتابه تر منځ د داعش او د هغې له «سلفیانو» سره د چلند په اړه اختلاف موجود دی.
د راپور له مخې، داعش د غیر سلفي ځواکونو په هرکلي، د طالبانو د «مايوسه» او بهرنیو وسلوالو په استخدامولو سره یوه پراخه تګلاره غوره کړې ده.
که څه هم ځینو پاکستاني رسنیو تېر دوبی په کونړ ولایت کې د داعش خراسان څانګې د مشر ثناالله غفاري، چې په «شهاب المهاجر» مشهور و د وژلو خبر ورکړی و، خو د امنیت شورا خبر ورکړی، چې د داعش دغه مشر ژوندی دی.
طالبانو هم هغه مهال د ثناالله غفاري وژل کېدل نه دي تایید کړي.
د امنیت شورا څو غړو هېوادونو ویلي، چې د داعش خراسان څانګې مشر په کونړ کې د «جماعت الاحرار» له روزنیز مرکز څخه د وتلو پر مهال په نښه شوی او ټپي شوی دی.
په افغانستان کې د نورو تروریستي ډلو موجودیت
د امنیت شورا په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د «ازبکستان اسلامي غورځنګ»، «اسلامي جهاد اتحاد» او «خطیبه یما بخاري» په څېر ډلې لا هم په افغانستان کې فعالې دي.
د «جماعت انصارالله» ډله هم له طالبانو او القاعدې پیسې ترلاسه کوي.
امنیت شورا وايي، د جماعت انصارالله وسلوال، چې د منصوري قول اردو یو له مهمو ځواکونو څخه دی د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو لپاره ځانګړی کنډک دی.
د دغه راپور له مخې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له بدخشان څخه وروسته په بغلان ولایت کې ځای پر ځای شوی دی او خپله عملیاتي شبکه یې څو نورو ولایتونو ته هم غځولې ده.
د راپور له مخې، د ختیځ ترکستان د اسلامی غورځنګ تمرکز د ځواکونو په روزنه او د ښځو په استخدام دی.
د امنیت شورا غړیو د وسلوالو د استخدام، روزنې او د عملیاتو د پلانولو په اړه د پاکستان طالبانو تحریک په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره د دغې ډلې د همکارۍ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
په راپور کې راغلي چې القاعده د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ایډیالوژیکي روزنه ورکوي او داعش هم د دې ډلې ځینې هغه وسلوال جذب کړي چې د طالبانو له خوا د دوی کنټرول خپه کړي دي.