نړیواله جنايي محکمه: په میلیونونو افغان نجونې او ښځې د برابرۍ غوښتونکي دي
اړوند خبرونه:
م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني
افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی
توماس: افغانستان کې زدهکړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته
د نړیوالې جنايي محکمې لوی قاضي کریم خان وايي، په میلیونونو افغان نجونې او ښځې په افغانستان کې د برابرۍ غوښتونکي دي.
نوموړي له «سکای نیوز» سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د راتلونکې لپاره هیلې لري او دغه هیلې یې باید پوره شي.
کریم خان پنجشنبه د طالبانو د امیر ملا هبت الله اخوندزاده او ددې ډلې قاضي القضات د نیولو صادر کړ.
د نړیوالې جنايي محکمې دغه اقدام د بشرحقونو د سازمانونو او فعالان له تود هر کلي سره مخامخ شو.
دارنګه کریم خان ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له سترګو پناه او غږ یې نه اورېدل کېږي. نوموړي زیاتوي، ښځې د زده کړو او کار کولو حق نه لري او په ورته وخت کې ښوونځيو او پوهنتونونو ته نه شي تللی.
نړیواله جنايي محکمه وايي، دا سمه ده چې طالبان له دریو کلونو راهیسې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، خو دغه هېواد د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د «روم» له کنوانسیون بهر شوی نه دی.
کریم خان وايي، نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو ستونزې درک او رسیدهګي ورته وکړي.