Uncategorized

نړیوال بانک: افغانستان کې سیاسي بحران د دې هېواد خصوصي سکټور ډېر ځپلی

نړیوال بانک وایي، په افغانستان کې سیاسي بحران د دې هېواد خصوصي سکټور ډېر ځپلی دی.

دې بانک پرون پنجشنبه د افغانستان د خصوصي سکټور په اړه د یوې چټکې سروې نتیجه خپره کړې او د پوښتونکو سوداګرو له درېیو یوه‌یې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وروسته‌یې خپل کاروبار په موقت ډول ځنډولی دی، خو نورو چې خپل فعالیت ته دوام ورکړی، ویلي چې د اړتیاوو کمېدو ته په پام اړ شوي چې خپل کاروبار له سره تنظیم کړي.

نړیوال بانک د خصوصي سکټور په اړه دغه چټکه سروې د تېر کال په اکټوبر او نومبر میاشتو کې ترسره کړې ده.

نور یی ولوله | ننګرهار کې د مرمر ډبرو او ګچو ۲۷ کارخونې تړل شوي دي

اکثریت ګډونوالو یعنې ۸۲ سلنه‌یې ویلي چې د تولیداتو او د خدمتونو پېرېدونکي یې خورا کم شوي او اړ شوي چې فعالیت کم، پانګونه کمه او کارکوونکي رخصت کړي.

د دغې سروې له مخې کوچني شرکتونه ډېر ځپل شوي او ۳۸ سلنو یې خپل فعالیت په موقت ډول درولی دی.

د سروې له مخې سیاسي بحران تر ټولو زیات منفي اغېز پر ښځینه زیانګالو سوداګرو شیندلی دی. د سوداګرو ښځو ۴۲ سلنو یې ویلي چې خپل کارونه‌یې په موقت ډول درولي دي.

ليكوال

  • زرینه نوري

    زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

دا هم ولولئ:  غفاري دریم ځل لپاره بیا غوره لوبغاړی شو

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button