اقتصاد او سوداګري

نړیوال بانک: د اوکراین بیارغونه ۵۲۴ میلیارد ډالره لګښت غواړي

اړوند خبرونه:

د اوکراین ولسمشر متحده عربي اماراتو ته لاړ

ویکټور اوربان: اوکراین کولی شي چې د اروپايي اتحادیې لپاره بل افغانستان شي

د اوکراین جګړې د پایته‌رسېدو لپاره د سولې خبرو اترو د پیل په دوام، نړیوال بانک ویلي چې د دغه هیواد د بیارغونې لګښت د پروسږ کال له ۴۸۶ ملیارد ډالرو څخه تر اوسه پورې ۵۲۴ ملیارد ډالرو ته لوړ شوی دی.

دغه بانک د ملګرو ملتونو، اروپايي کمیسیون او له اوکرایني حکومت سره په ګډه ارزونه کې پرون (سه شنبه، د حوت ۷مه) اعلان کړی چې یوازې د پروسږ کال په پرتله د اوکراین د بیارغونې لګښت ۷٫۸۲ سلنه زیات شوی دی.

د دې ارزونې د پایلو له مخې، د اوکراین د شخړې په جریان کې د کور جوړونې، ترانسپورت، انرژۍ، سوداګرۍ او ښوونیزو سکتورونو ته تر ټولو ډیر زیان اوښتی او د اوکراین د انرژۍ زیربناوو باندې د روسیې د بریدونو له امله زیانونه هم ۷۰ سلنه زیات شوي دي.

د نړیوال بانک په راپور کې دا هم ویل شوي چې په اوکراین کې له ۲٫۵ میلیون څخه ډیرې کورنۍ د روسیې له پوځي یرغل وروسته اغیزمنې شوې او د کورجوړونې سکتور هم پراخ زیان لیدلی دی، چې د ټولو اوکرایني کورونو ۱۳ سلنه یې زیانمن شوي یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

پر اوکراین د روسیې د برید په اړه دا معلومات د ۱۴۰۰ کال له حوت میاشتې څخه د ۱۴۰۳ کال تر جدې میاشتې پورې ارزول شوي.

دا اټکلونه داسې مهال دي چې په وروستیو کې د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره د امریکا او روسیې ترمنځ خبرې اترې زیاتې شوې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button