افغانستان

نړیوال بانک په کندهار کې دوې پروژې پیلوي

په کندهار کې د نړيوال بانک او د ملګرو ملتونو د پروژې د خدمتونو د دفتر د مديريت له خوا د ١٣٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو پروژو کار پيل شو

د کندهار ولایت چارواکي وايي، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته نړیوال بانک په دغه ولایت کې د ۸ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۲۶ پروژو کارونه ځنډولي دي

نور یی ولوله | امیري په دوحه کې د افغان ښځو د کارموندنې او تعلیم په اړه خبرې وکړې

  نور یی ولوله | څنګه په ځوانۍ کې بریالي شو

د کندهار ښاروال نعمت الله حسن وويل: موږ د دې پروژو هرکلى کوو، دا زموږ د هېواد د پرمختګ لپاره ښه ده او خلک کولى شي په کار وي

د کندهار ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو رئيس احمد جاوېد ميوند وويل: «د کندهار په بېلابېلو سيمو کي د نړيوال بانک ۲۶ پروژې نيمايي پاته دي

د چارواکو په وینا په دغو پروژو کې دوه سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

په همدې حال کې د کندهار يو شمېر اوسېدونکو په دغه ولايت کې د نورو نيمه پايلو پروژو د پيلېدو غوښتنه وکړه، څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي

د کندهار اوسېدونکي جمعه ګل وويل: موږ د زياتو پروژو غوښتنه کوو، څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي

د کندهار اوسېدونکي فضل محمد وويل: دا ډول پروژې بايد وي، څو خلک کار وکړي او په بدو عادتونو اخته نه شي

د کندهار یوه اوسېدونکي محمد وویل: موږ پر حکومت غږ کوو چې نورې پروژې هم پیل کړي او موږ خوښ یو چې دغو پروژو د کار زمینه برابره کړې ده

دا هم ولولئ:  طالبان خپل ملاتړي سیاسي شنونکي د رسنیو بحثونو ته معرفي کوي

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، له مرستندویه موسسو سره یې هڅې روانې دي، څو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button