اقتصاد او سوداګريسیمه‌ییز

نړیوال بانک کېدای شي له پنجشیر نه کابل ته د اوبو شبکې د غځولو مالي ملاتړ وکړي

یونېسیف وايي، امکان لري چې نړیوال بانک له پنجشیر نه کابل ته د اوبو شبکې غځولو کې مالی همکاري وکړي

یونېسیف تېره اوونۍ ویلي وو چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال به د کابل خلک د اوبو له نشتوالي سره مخامخ شي او په دې برخه کې به یو بحران رامنځته شي.

‏د ملګرو ملتونو له ماشونومانو ملاتړ صندوق یا یونيسف وایي، هڅه کوي چې نړېوال بانک کابل ته د پنجشېر اوبو د انتقال پروژې مالي ملاتړ ته چمتو کړي.

د طالبانو او ملاتړ کوونکو بنسټونو تر منځ د مرستې سیاست

د یو نیسیف مسئولینو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، دغه سازمان چمتو دی، چې د افغانستان حکومت سره له نږدې همکاري وکړي.

بل لورته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې ویلي، چې دوی نړېوالو بشردوستانه سازمانونو سره د مرستې سیاست خپل کړی او د دې سازمانونو کارکوونکو ته د امنیت ټنیګښت ته ځانګړې پاملرنه لري.

نور ولولئ: طالبان او نړیوال بانک د کاسا۱۰۰۰ پروژې د پیل په اړه هوکړې ته نږدې شوي

نور ولولئ: نړیوال بانک: افغانستان به تر ۲۰۲۵ کال له اقتصادي رکود سره مخامخ وي

د یادونې ده، چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو کمښت پلازمېنې اوسېدونکو ته لویه ستونزه ده او دا مهال د طالبانو حکومت هڅه کوي چې کابل ته د پنجشېر اوبو د انتقال لویه پروژه پلې کړي.

په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو د بیا حاکمیت وروسته په افغانستان کې د نړیوال بانک ګڼې پروژې نیمګړې پاتې دي.

د کابل ښاریانو خوښي

کابل ښاریان هم د دې پروژې پلي کېده د خوښۍ زیری بولي او وایي ورسره به د اوبو برخه کې د کابل ښاریانو ستونزه حل شي.

کابل ښاریان وایي، دلته د اوبو د کمښت له امله خلک له ستونزو سره مخ دي او آن په ځینو ښاري سیمو کې داسې کورنۍ شته چې د څښاک اوبو ته حیران دي.

دوی تمه لري چې د دې پروژې بشپړېدا سره به دوی د څښاک ترڅنګ په نورو لومړنیو برخو کې هم د اوبو له نعمته برخمن شي.

خو د یادې برخې کارپوهان وايي، په ښارونو او اطرافي سیمو کې د برمو، څاګانو او بوړیو په خپل سره کېندنې ددې لامل شوي چې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه راټیټه کړي او له همدې امله د هر کال په تېرېدو تر ځمکې لاندې اوبه د ځمکې ښکته پوړ ته روانې دي.

د معلوماتو له مخې پنجشیر نه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه به درې کاله وخت ونیسي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button