نړیوال خبرونه

نړی کې د کرونا تازه حال

نړی کې د کرونا تازه حال نړۍ تراوسه د کرونا له بیسیاري خطر سره مخ ده او هره شېبه د دې ناروغۍ زرګونه پیښي ثبتیږي ډيری هېوادونو د دې ناروغي د کابو کولو لپاره اقدامات کړي خو کابو شوې نه ده افغانستان کې هم دا ناروغي په خپرېدو ده.

د نوي معلوماتوله مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مبتلایانو شمېر تر ۷۷ میلیونه زیات سوی او لاهم ویره موجوده ده چې دا شمېره به نوره هم لوړه سي تراوسه پوري له دې ناروغي څخه څه کم ۱۷ لکه انسانان مړه سوي خو بیا تر ۵۴ میلیونه زیات ترې جوړ سوي هم ديد تازه راپورونو له مخې په بریتانیا کې د کرونا یو نوی ډول ویرویس هم کشف سوی چې په ډیره چټکۍ سره خپریږي له همدې امله دې هېواد سره یو شمېر هېوادونو الوتنې او سفرونه ځنډولي.ویل کیږي دغه هېواد کې یو وار بیا کرونا په تېزی سره روانه ده.

متحده ایالات د هغه لیست په سر کې لاهم قرار لري چې په کرونا د  مبتلایانو شمېر پکښي خورا زیات سوی تازه شمېرې ښيې چې په دې هېواد کې په کرونا د مبتلایانو شمېر تر ۱۸ میلیونه اوښتی چې ۳لکه ۲۴زره کسان يې وژلي دي.له امریکا وروسته هند او برازیل هغه هېوادونه دي چې پکښي د کرونا د مثتبو پیښو او وژنو شمېر زیات دی تراوسه دا هېوادونه نه دي توانیدلي چې دا ناروغي کابو کړي

افغانستان کې تراوسه پوري ۵۰ زره ۶۷۷ کسان په کرونا ویرویس مبتلا سوي چې له جملې څخه يې ۲۱۱۰ کسان وژلي او تر ۳۹ زره زیات ترې جوړ سوي دي.افغانستان کې هم ورځ تربلې د کرونا ویرویس پیښي د ډيریدولو په حال کې دي د افغانستان روغتیاپالان اندېښنه لري.

چې که چیري د د کویډ١٩ناروغي همداسې خلک ورسره بې پروايي وکړي نو لیري نه ده چې یوه فاجعه به رامنځ ته کړي .هغوی له خلکو څخه د روغتیايي کارکوونکو، د سپارښتنو د عملي کولو غوښتنه کړې چې هم خپل ځان او هم کورنۍ وکولای شي وساتي.او په کورونو کې پاتې شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button