هنر او ادب

نړۍ د مولانا محمد جلاالدین بلخي له نظره

په دې مقاله کې هڅه شوي ده چې د مولانا بلخي له نظره دا نړۍ څه ډول ده او دی ورته په کوم نظر ګوري

د سپتامبر ۳۰ مه د مولانا محمد جلال الدین بلخي د زېږېدو ورځ ده، مولانا ۸۱۶ کاله وړاندې، د ۱۲۹۷ میلادي کال د سپټمبر په دېرشمه په بلخ کې وزېږېد او خپل څو شپېته کلن عمر کې یې نړۍ او ختیځوالو ته لویه علمي او فکري پانګه په میراث کې پرېښوده. (انسان)

په ټولیز ډول مولانا جلال الدین محمد بلخي د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان لوی مفکر او عارف شاعر دی. د شاعر په ویناوو او افکارو کې ډېرې خبرې د انسان او انساني لارښوونو په اړه دي، خو دا اړینه ده چې موږ یې له افکارو ګټه واخلو او فکر یې په ژوند کې عملي کړو. په فزیکي ډول د یو انسان هویت او شناخت که هر څومره د یو چاپیریال پورې اړه ولري، خو معنوي ګټه ترې وانخیستل شي، دا په دې مانا ده چې یوه ونه زموږ په باغ کې ولاړه ده، فزیکي مالکیت یې زموږ دی، ونه زموږ ده، خو مېوه یې نه خورو او ګټه ترې نه اخلو. د مولانا د فزیکي او معنوي خپلولو لپاره یې له فکر او خبرو څخه ګټه اخیستل اړین دي، باید فکر یې په ځان کې حل کړو، په فکر یې فکر وکړو، په خبرو یې عمل وکړو، په افکارو یې علمي کار وکړو او د خپلې ټولنې بل مشال یې کړو.

نور ولولئ: د احمدشاه بابا کور او مقبره او د میرویس نیکه مقبره رغول کېږي

د مولانا په اړه ډېرې خبرې کېدلای شي، زه یې یوازې په څو نظریاتو لنډې خبرې کوم:

مولانا، عقل او عشق

مولانا عقل او عقلانیت ته ډېر ارزښت ورکوي، په افکارو کې یې په لسګونو ځایه د عقل او عقلانیت کمال، فوقیت او اهمیت بیان شوی دی، کله چې په انساني کرامت خبرې کوي، عقل ته لوړ ارزښت ورکوي. په شعرونو کې یې له عقل سربېره د عشق موضوع ډېره لیدل کېږي، په تصوف کې عشق د پاملرنې وړ موضوع ده، نو ځکه د دوی عشق عارفانه وي چې له ځان، خدای پاک، کایناتو او انسانانو سره لیدل کېږي.

سید اصغر هاشمي په دې مقاله کې وايي، د مولانا په شعرونو کې له عقل او عشق یادونه کېږي، خو کله کله یې په شعرونو کې د عقل او عشق جګړه لیدل کېږي، چې هلته بیا عشق ته په عقل لوړوالی ورکوي. یوازې د مولانا په شعرونو کې دغه برخه نشته، د پښتو ژبې د لویو عارفانو په شعرونو کې هم دغه موضوع د یادونې وړ ده چې ما یې یادونه وکړه.

په دې اړه راغلي دي:  (د عقل او عشق اړیکې او ارزښت د یادونې وړ دی. هغه هم د (ناتمام عقل) چې مولانای بلخي یې (دانش ناقص) بولي، غندنه کوي. عشق په عقل ښایسته او عقل او عشق بې عشقه لاشی ګڼي.)

۱. خلیل، همېش. (۲۰۰۲ز). مرزا خان انصاري او د هغه شاعري. پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۱۴.

د تصوف په دونیا کې د ناتام عقل یادونه کېږي، فردي عقل د تعقل دا توان او صلاحیت نه لري چې هر شی ثابت کړي خو یو کُلي عقل شته چې دا عقلونه یې پیدا کړي دي. فردي عقل ناتمام عقل دی چې د هڅو او هاند په وسیله کوښښ کوي چې حقیقتونه تر لاسه کړي. مولانای رومي ورته ناقص عقل او پوهه وايي. عقل د عشق په وسیله د پیاوړتیا پړاو ته رسیدلی شي. عقل هغه وخت سم تعقل کوي او د تفکر پایله یې د حقیقت لاسته راوړلو لپاره وي چې زړه د عشق له نُوره ډک وي. عقل او فکر د زړه له جوړوالي پرته نیمګړی وي.

نور ولولئ: د طالبانو په راتګ د چاپ صنعت سقوط؛ طالبان وايي له اقتصادي ستونزو سره مخ لیکوالانو ته اثار چاپوو

د عارفانو په اند تعقل او استدلال د هغې خلاف چې مشهور شوی دی، په هر ځای کې نا معقول نه دی. د نجم الدین رازي په نظر د عشق او عقل تر منځ باید متضاد فکر له منځه ولاړ شي، چې وکولی شو په دې اړه سم قضاوت وکړو. هغه د عقل په اړه داسې نظر لري چې د عقل سیر د عالم په بقا کې دی او د اوبو صفت لري چې هر ځای ته رسیدلی شي، ابادي راوړي خو د عشق سیر عالم فنا کې دی او د اور صفت لري. عقل د جسماني او اروايي عالمونو قهرمان دی، خو عشق د دې دوو عالمونو سوزنده حالت دی. د ده په فلسفي څېړنو کې عقل ته لوړ ارزښت ورکول کېږي او د عشق په مقابل کې ورته ارزښت ورکوي. عقل باید خپل موقف وپېژني او د سالکانو لپاره باید لارښود وي، خو عقل د عشق له لیده ړوند دی او په داخلي نړۍ کې یو بل سلطان شته چې حکمراني کوي.

مولانا او دویم پیداېښت

مولانا لومړي پیدايښت ته جسمي او غیر ارادي زېږېدنه وايي او دویم پیداېښت ته معنوي او ارادي پیداېښت وايي. له مور او پلار څخه پیدا کېدل جسمي او غیر ارادي وي او په خپل ځان کې فکر کول او منکرات پرېښودل یوه بله زېږېدنه ده چې دې ته معنوي زېږون وايي، په دې اړه (ادبیات، انسان او فلسفه) اثر ولولئ.

قونبه، د مولانا جلال الدین بلخي مقبره

د پیدایښت او اختیار په فلسفه کې د پیدا کېدو واک انسان ته ورکړل شوی نه دی، هر انسان په خپله خوښه د مور او پلار، خپلوانو، څېرې، ښکلا، مادي او معنوي غوښتنو سره سم او یو شان نه پیدا کېږي، دغه جسمي پیدا کېدل، د الله تعالی په خوښه وي. له پیدايښت وروسته واک انسان ته ورکړل شوی چې د مانیز او اروايي پیدايښت درجې ته ورسېږي، دا پیدايښت اختیاري دی، واک له انسان سره دی چې خپل ټول ناسم کارونه پرېږدي. مخکې له حقیقي او غير ارادي مړینې څخه ارادي مړینه لاسته راوړي. مولانای رومي په دې اړه د کار خبرې لري، هغه ارادي او اروايي ژوند ته نوی ژوند وايي او لومړۍ مړینه له دویمې مړینې څخه مخکې او مهم ګڼي. دی لومړۍ مړینه د دویم ژوند لپاره یوه داسې موضوع ګڼي چې انسان کولی شي چې ځان، ټولنې او خلکو ته ښه کار وکړي.

مولانا او انساني کرامت

مولانا انساني کرامت او انسان دوستۍ په اړه ډېرې د کار خبرې لري، مثنوي معنوي او دیوان شمس یې د انسان او انسانیت په اړه خبرې لري. د مولانا د انسان دوستۍ افکار د عرفان او تصوف له لیده خبرو ته اړتیا لري. عرفاني او تصوفي خبرې یې د انسانانو لپاره دي. په عرفاني هيومانيزم کې د انسان او خدا، خدا او انسان تر منځ ډېرې نژدې اړیکې شته. د انسان اړیکې له الله تعالی سره په حقیقت کې د الله تعالی اړیکې له انسان سره دي. ځینې په دې فکر دي چې انسان داسې مطالعه کړئ څنګه چې دی؛ يعنې د انسان طبیعي وجود له ټولو کمزوریو او هغه حیواني ځانګړنې چې انسان یې لري او ځینې په دې فکر کې دي چې انسان باید څنګه  اوسي؟ څنګه ژوند وکړي؟ د نورو انسانانو سره یې اخلاق څه ډول وي؟ په عرفاني نړۍ کې په دې دویم ډول انسانانو او انسان پېژندنې بحث کېږي، نو ځکه مولانا په رڼا ورځ څراغ په لاس د انسانانو په لټه کې دی او غواړي چې سم او کامل انسانان پیدا کړي. په عمومي ډول ارواپوهان د لومړۍ نظریي پر بنسټ انسان تر بحث لاندې نیسـي او عارفان او اخلاقي پوهان د دویمې نظریي پلوي دي.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ. داسې نه دي ویل شوي، ولقد کرمنا بني السماوات یا ولقد کرمنا بني العرش، نو دا په دې دلالت کوي چې غوره والی ورکړل شوی دی، دا چې دا هر څوک وي او هر چېرته یې د اوسېدو ځای وي. مولانا وایي:

تاج کرمناست بر فرق سرت

طوق اعطیناک اویز بـسرت

هیچ کرمنا شنید این اسمان

که شنید این ادمی پر غمان

بر زمین و چرخ عرضه کرد کس

خوبی و عقل و عبارات و هوس؟  (موحد، ۱۳۸۲ل، ص ۲۹)

په انسانانو بحث ډېر پخوانی دی، د اساطیرو له وخت څخه په دې اړه خبرې شته چې ښه بېلګه یې اساطیرو کې د کیومرث یادونه ده. د ګلګمېش په حماسه کې انساني کرکټرونه او ارباب الانواع انساني جسم لري، په لومړنیو انسانانو کې هیومانیستيکي موضوعګانې پر بېلا بېلو ډولونو راغلي دي. له یونانیانو څخه تر ننه پورې د انسان په تکریم بېلا بېلو پوهانو، دینونو، مذهبونو او مکتبونو نظرونه ورکړي دي. په دوی کې ځینو انسان ته د عقل له مخې غوره والی ورکړی دی او د نړۍ له نورو موجوداتو سره د انسان د عقل ماهیت، کیفیت او جوهر توپير لري او همدا یې د معنویت غوره توب دی. ځينې یې جسماني جوړښت د پاملرنې وړ ګڼي او په کوم انډول چې انسان پیدا شوی دی، د یادونې وړ یې یادوي او دا یې فوقیت ګڼي.

د انسان یوه ذاتي ځانګړنه دا ده چې ټول انسانان جسمي جوړښت لري او په لږو توپيرونو یو شان دي. داسې ډلې هم شته چې د انسان فوقیت یې اخلاقي او نور ټولنیز مسایل ګڼي چې په حقیقت کې هیومانیستيکي کړه وړه هم اخلاقو او له نورو ټولنیزو مسایلو سره اړیکه لري. داسې نظریات هم شته چې انسان د دې لپاره غوره ګڼل کېږي چې علمي توانايي لري. فکر کولی شي او د همدې فکر پر بنسټ پرمختګ منځته راوړي. ځینې عالمان زړه ته ارزښت ورکوي او د معنویت ځای یې ګڼي، ځینې عقل او فکر ډېر لوړ ګڼي. ځينې فردیت ته ارزښت ورکوي او ځینې ټولنیزو انساني مسایلو ته پاملرنه کوي. (صفت، (.)، ص ۱۰۰)

د بشـر حقونو ډېرې نظریې د مولانا، حافظ، سعدي او د پښتو ژبې له شاعرانو سره ورته والی لري، خو دا چې پښتو ژبې ته ډېر او سم کار شوی نه دی، خو پارسي ـ دري ته بیا ډېر کار شوی، نو له همدې امله د پارسي ژبې ډېرو شاعرانو نظریات یې اخیستي دي او بشـري حقونه ترې اغېزمن دي. همدا نظر کانټ هم وړاندې کوي، خو په بېلو الفاظو، وایې: انسانان دا توانايي لري چې ارادي وي او د خپل عقلانیت په وسیله د خپلو کارونو په اړه ارادي تصمیم ونیسـي او نور څاروي او موجودات دا توانايي نه لري. همدا لامل دی چې انسان د فضیلت، برترۍ او کرامت مستحق دی او دا له نورو ژوندیو موجوداتو سره توپير لري. د انسان امتیار د هغه په انسانیت کې دی.

مولانا او عقلي ارزښت

مولانا عقل ته لوړ ارزښت ورکوي، یو بیت یې دی: (ای برادر تو فقط اندیشه ی ـ ما بقی تو استخوان و ریشه ی) په بلې وینا، انسان له اروا او جسم څخه جوړ دی، د دې نظریي پلویان وایې چې نه اروا په یوازې ډول د انسان حقیقت دی او نه مادي برخه یې انسان بشپړوي.

د انسان حقیقت د اروا او جسم په یووالي کې دی. کله چې انسان ته مړینه راشي، نو اروا او جسم له منځه ځي، خو عارفان وایې چې اروا له منځه نه ځي. په ثنویت کې جسم او اروا متضادې خواوې لري، خو په همدې وخت کې یو د بل بشپړونکي دي. که اروا نه وي، جسم بې حرکته وي، جسم هېڅ ډول کړنې سرته رسولی نشـي. ټول حسونه د جسم په وسیله کړنې سرته رسوي. که جسم نه وي، اروا به په څه شي کې حرکت وکړي. په پورته پارسي ـ دري بیت کې مولانا پوهه د فیلسوفانو له لیده وړاندې کوي او په ویناوو او افکارو کې یې کله کله د ځینو نورو شاعرانو په ډول د فکرونو ځینې ټکرونه لیدل کېږي او د دغو متضادوو خواوو په برخه کې د مولانا په شعرونو کې د زړه او عقل موضوع د یادونې وړ ده چې کله د لوی صوفي او الله پېژندونکي په ډول نظر ورکوي او کله د سوفسطایانو او د یوناني فیلسوفانو په ډول عقل ته ارزښت ورکوي. دلته د عقل بحث د انسان د اروا له بحث سره تړاو لري او د نورو صوفیانو او متشرع پوهانو په ډول عقل او فکر د انسان داخلي ځواک ګڼي.

(له سوچ څخه وروسته وبه پوهېږو چې اصل ته یې او دا ټول عالمونه ستا فرع دي. کله چې ستا فرع په دې شان عجایب، عالمونه، احوال او بې پایلې تفصیلونه لري؛ ته چې اصل یې، وګوره څه حالتونه به لرې. کله چې ستا فرعې دومره لوړوالی او ټیټوالی، نېکمرغي او بدبختي لري؛ اروا چې اصل دی، هغه خو به خامخا له دې څخه ډېر خاصیتونه لري. ان په همدې ډول کله ـ کله د اروا خاصیتونه څرګندېږي. نه ګورې چې خلک وايي: د فلاني اروا داسې ځانګړنې لري او په ځانګړو کارونو کې مرسته کولی شي.) (بلخي، ۱۳۹۹ل، ص ۴۷)

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button