ژوندهنر او ادب

ښکلي هنرونه او په افغانستان کې یې اوسنی حالت

له کله چې طالبانو د افغانستان په چارو واکمني ترلاسه کړه په پوهنتونونو کې یې د ښکلو هنرونو ځینې څانګې يې لغو کړې

په ټوليزه توگه هنر پر دوو لويو برخو ويشل شوی. چي يوبرخي ته يې د (خپلواک هنر) او بل ته يې د (ښکلي هنر) نومونه ورکړل شوي. خپلواک هنر د هر اړخيزو اسانتياوو لپاره کارول کيږي، گرامر، بيان، استدلال (منطق او رياضي) او داسي نورې پوهې چې انسان ته د چاپيريال، طبيعي علومو او ټولنيزو علومو د پوهاوي سره مرسته  کوي، د خپلواک هنر په لړۍ کي شميرل کيږي.

ښکلی هنر د ټولنيز شتون ځانگړې پوهه ده چې په ښکلا پېژندنه کې يې د پوهېدو جوگه کيدلای شو. داسې بريښي چې د ښکلو هنرونو اصطلاح به لومړی د فرانسوي ژبې (Bea,arts) څخه راپيل شوې وي. د دې کلمي مانا هغه ټول هنرونه چي ښکلا پکښې وي، په خپله لمن کې رانغاړي، په دې اړه د فرانسې د ښکلا پوهنې اکاډمۍ خپل ټول پام د مجسمه جوړولو، رسامۍ او نقاشيو برخو ته ورگرځوي په داسې حال کې چې د ښکلو هنرونو په لړۍ کې خيالات، رمزونه، د ليدلو او اوريدلو ښکلاييز او سمبوليک ژبني جوړښتونه هم ور گډ دي. په دې ترتيب ښکلاييز هنر يوازې پر مجسمه جوړولو، رساميو او نقاشيو نه شي را لنډيدای. د يوشمېر پوهانو له نظره هنر پنځه ټاکونکي څانگي لري چي هغو ته يې د ليدونکي هنرونه، ادبيات، موسیقي، اتڼ او تمثيل سر ليکونه ورکړيدي.

د ښکلو هنرونه يوه لويه برخه ننداره کیدونکي هنرونه دي

ننداره کیدونکي هنرونه ټولې هغه هنري برخې په بر کې نيسي چې د گرافيکي او پلاستيکي هنرونو څانگې جوړوي. لکه رسامي، نقاشي، چاپ (ليتوگرافي)، صحافت، عکاسي او نور او هم دا ډول د ودانۍ جوړولو، ښاري پلان جوړولو، د ښکلو منظرو پنځولو، ډيزاين اود ودانيو ډيکور، ښکلي کالي، ښايسته گاڼې، او نور ټول په خپله پراخه لمن کې را نغاړي؛ د ادبياتو هنري برخه د شعر، ښکلې ليکنې، ناول، لنډی کيسې، بيوگرافي، تاريخي شجرې، کتابونو او د ليکني نور ډولونه هم پکې شامل دي.

په تېرو شلو کلونو کې د ښکلو هنرونو پوهنځي مينوال او لوستونکي ډېر شوي وو او هم يې د زده ‌کړو له بشپړېدو سره ښې دندې پيدا کولې.

نور ولولئ: موسيقي څه شی ده او څنګه رامنځته شوه؟

وروسته له هغه چې طالبانو پر ځينو څانګو بنديز ولګاوه ډېری زده‌ کړيالان بې سرنوشته پاتې دي، له حالاتو شکايت لري او ځینې یې له هېواده بهر وتلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button