نړیوال خبرونه

نړۍ کي نیم میلیون کسان له کرونا ناروغۍ نه جوړشوي !

د کرونا ویروس نړۍ کې ورځ تر بله زیاتيږي  د امریکا په شمول د نړۍ یو شمېر هيوادونه دغې وبا نیولي دي یو وخت کې چین هیواد کې تر ټولو نه زیات وګړي کرونا نیولي وو اوسمهال امریکا کې ټولو هېوادو نه زیاتې پېښې ثبت شوي دي. د ټولو  د امریکا جان هاپکنس پوهنتون راپور ورکړی، چي په ټوله نړۍ کي تر دې دمه ۵۱۰۳۳۶ کسان له کرونا ناروغۍ څخه رغېدلي. د جان هاپکنس پوهنتون د معلوماتو له مخي په ټوله نړۍ کي ۲۰۸۳۳۰۴ کسه په کرونا ناروغۍ اخته دي، چي له ډلي ئې ۱۳۴۶۲۵ مړه شوي.

امریکا، ایټالیا، اسپانیا، فرانسه، بریټانیا او ایران هغه هیوادونه دي، چي تر نورو هیوادونو کرونا ناروغۍ سخت ځپلي.

امریکا د مړیني او مثبتو پېښو له اړخه د لیست په سر کي ده. په دغه هېواد کې ۶۴۴۰۸۹ کسان په کرونا اخته شوي او ۲۸۵۰۹ کسه یې مړه کړي دي. همدا راز په ایټالیا کې د مړو شمېر ۲۱۶۴۵ ته رسېدلی دی.

هسپانیا کې یې ۱۸۸۱۲، فرانسه کې یې ۱۷۱۶۷، برېتانیا کې یې ۱۲۸۶۸ او ایران کې یې ۴۷۷۷ کسه مړه کړي دي.

په افغانستان کي بیا په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۰۰ ته نژدې سوی او تر اوسه هیواد کي دې ویروس ۲۶ کسان مړه کړي.

له بلې خوا افغانستان کې د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۵۴ پېښي ثبت سوي دي. پدې سره په هیواد کي د کرونا پېښي ۸۴۰ ته ورسېدې. یادي تازه پېښي ۳۷ یې کابل کي، ۱۱ یې هرات، ۶ یې بلخ او یوه-یوه پېښه په ننګرهار او لغمان ولایتونو کي ثبت سوي دي.

بلخوا بیا په کندهار کي تېره ورځ بشپړ قرنطین پیل سو، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي کومه نوې مثبته پېښه نه لري. د وزارت د معلومات له مخي چي نن د کابل په سروبي ولسوالۍ کي له ویروسه یو تن مړی سوی هم دئ او پدې سره په هیواد کي ټول مړي ۳۰ سول.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button