افغانستان

نږدې ۷۰ تنه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازاد او افغانستان ته ولېږدول شول

اړوند خبرونه:

جرمني وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ډېر خراب شوی

اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي

منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو

شاوخوا ۷۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې ۶۶ افغانان چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په پاکستان کې بندیان وو، د تورخم له لارې بیرته افغانستان ته راستانه شول.

په همدې حال په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل سيد عبدالجبار تخاري وايي، دغه راز د راحيله په نوم يوه مېرمن، چې له دوو کلونو راهيسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې له خپل خاوند او ماشوم سره بندۍ وه، د همدې کونسلګرۍ د هڅو په پايله کې راخوشې شوه.

د یادونې ده چې هره ورځ لسګونه افغانان د پاکستان له زندانونو آزادېږي او افغانستان ته استول کېږي.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د زنداني کولو او شړلو پروسه چټکه کړې ده،چې په کور دننه او د باندې یې اندېښنې راپورته کړې دي.

د بشر حقونو د ملاتړ نړیوالې ادارې د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کوي،چې له کډوالو سره په چلند کې د سختۍ پر ځای نرمۍ نه کار واخلي او بدیله لار غوره کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button