اقتصاد او سوداګريټکنالوجي

نیسان کمپنۍ بریتانیا کې د برښنايي موټرو نوي ماډلونه وړاندې کوي

نیسان مشهوره کمپني غواړي چې بریتانیا کې نوي برښنايي موټر تولید او په نوي بڼه یې بازار ته وړاندې کړي

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال هڅه کوي تر څو د ګرین چاپیریال د رامنځته کولو لپاره د هغو ماشین الاتو مخه ونیسي چې کاربون غازات تولیدوي او چاپیریال ککړوي.

د جاپان د موټرو جوړولو کمپنۍ «نیسان» اعلان کړی چې انګلستان کې به د «کشکايي او جوک» په نوم د برښنايي موټرو نوي ماډلونه بازار ته وړاندې کړي.

په دې برخه کې میلیونونه پونډه پانګه اچوونه

رویټرز خبري اژانس نن پنج‌شنبه د نومبر ۲۳مه راپور ورکړی چې نیسان کمپنۍ به دې برخه کې میلیونونه پونډه پانګونه وکړي. نیسان د انګلستان شمال سوندرلنډ کې د موټر جوړولو کمپنۍ لري.

دغه کمپنۍ به په دې اړه سبا جمعه د نومبر ۲۴مه په یو لړ مراسمو اعلان وکړي او تمه کېږي چې د انګلستان لومړی وزیر ریشي سوناک به هم دې مراسمو کې ګډون ولري.

نور ولولئ: د انرژۍ په تولید کې د ګرمو ډبرو، د ځمکې تودوخې او نیکل رول

د راپور پر بنسټ، تمه ده چې نیسان به د برښنايي موټرو د دوو نویو ماډلونو جوړولو لپاره څه باندې یو میلیارډ پونډ (۱،۲۵ میلیارډ ډالر) پانګونه وکړي.

د جاپان درېیم لوی د موټرو جوړولو شرکت سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د برښنايي موټرو دوه نوي ماډلونه به جوړ کړي. د یادو ماډلونو یو یې د اروپا لپاره لا وار دمخه تایید شوی دی.

په نړۍ کې چاپیریال ساتنې ته پاملرنه

د چاپیریال ساتنې هڅې له ګرین انرژي پیل شوي چې په نړۍ کې اکثره پر هغه انرژي اتکاه کېږي چې د تولید سرچینه یې لمر وي لکه په اوسنۍ نړۍ کې موټر، لوړپوړیزې ودانۍ او په دښتو رامنځته کېدونکي برښنا له سولر سیستم څخه لاسته راوړي چې دا ډول برښنا هېڅ ډول چاپیریالي ککړتیا له ځان سره نه لري.

نور ولولئ: روغتیاپلان؛ خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي

بل لور ته د اوبو برښنا ته هم ډېر ارزښت ورکول کېږي چې په چاپیریال ساتنه کې مثبت رول لوبوي او د زیاتو غازاتو د تولید سبب نه کېږي.

نیسان او نورې نړیوالې تولیدي کمپنۍ هم هڅه کوي چې داسې موټر او نور توکي تولید کړي چې پر نوو ټکنالوژیو سمبال وي، خو د نفتو د سون پر ځای په برښنا وچلېږي. نیسان کمپني اوس داسې موټر جوړوي چې دا ټول سهولتونه به په کې موجود وي او نړۍ کې به ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button