نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

نیوزیلنډ د ځوانانو لپاره د سګرېټو پر پېر او پلور بندیز لګوي

 نیوزیلنډ نیوزیلنډ

نیوزیلنډ د ځوانانو لپاره د سګرېټو پر اخیستلو  او پلورلو  بندیز لګوي نیوزلینډ د سګریټ څکولو روږد پای ته رسولو لپاره   هڅو لړ کې پر نوي ځوانانو  د تمباکو پلور بندوي. د یو نوي قانون له مخې به چې راتلونکی کال یې د تصویب طمع  کېږي  دغه هېواد کې به له ۲۰۰۸  څخه وروسته زېږېدلی هېڅ یو  وګړی نشي کولای.

چی  ټول عمر سګرېټ یا له تمباکو جوړ شوي تولیدات واخلی. د نیوزیلنډ روغتیا وزیره عائشه ویرال په دې اړه  وايي موږ غواړو ځوانان د سګرېټ څکولو له روږد څخه  لرې وساتو. دغه چاره د نیوزیلنډ روغتیا وزارت له اړخ  د تمباکو کاروولو ضد اقداماتو هغه نوې لړۍ یوه کړۍ ده چې پر پنجشنبه یې اعلان کړل. د نیوزیلنډ روغتیا پالانو د دې چارو  هرکلی کړی  دا یې داسې اصلاح بللي چې د نړۍ په کچه مخکی کیدونکی دي او له مخې به یې هم  دسګرېټو کې د نیکوټین کچه هم ټیټه  شي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

د اوټاګو پوهنتون پروفیسره جېنټ هوک په دې اړه  وايي دې سره به ځوانان  نیکوټین د روږد  پرېږدي او یا به داسې تولیداتو ته مخه کړي چې ډېر مضر  به نه وی. نیوزیلنډ چارواکي هغه ملي موخه  ته د رسېدو کوښښ کوي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې پر سګرېټو د روږد وګړو شمېر پنځه سلنې ته را ټیټ شی  او بالاخره په هېواد کې د تمباکو کاروونکو شمېر صفر ته ورسېږي. په نیوزیلنډ کې اوس  مهال  ۱۳ سلنه بالغ وګړی  سګرېټ څکوي یا تمباکو استعمالوی  چې یوه لسیزه وړاندی  دا شمېر د ټولټال نفوس ۱۸ سلنې ته رسېده.

خو په بومي مائوري توکمو کې بیا دا کچه ۳۱ سلنه وګړو ته رسېږي چې له همدې ا مله د ناروغیو او مړینې کچه هم پکې ډېره شوی د نیوزیلنډ روغتیا وزارت وايي  تمباکو استعمالول  پر سرطان  ناروغۍ د اخته څلورو ناروغانو له ډلې  څخه د یوه د ناروغۍ لامل دی.

او د  هېواد څه باندې پنځه میلیونه نفوس کې د مړینې یو داسې لوی لامل دی  چې مخه  به یې نیول کېدای شي پر تمباکو تولیداتو له یوې لسیزې رادیخوا  تدریجي محدودیتونه  لګېدلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button