نړیوال خبرونه

نیپال د څلور اړخیزه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه

نیپال د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې په شل اوریزه نړیواله لوبه کې په ۶ ویکټو په زړه پورې بریا ترلاسه کړه.

دا لوبلړۍ چې د ایرلېنډ، متحده عربي اماراتو، نیپال او عمان لوبډلو ترمنځ د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه یې د نیپال او عمان ترمنځ وه، چې نیپال د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

عمان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې ذیشان مقصود ۴۳ او محمد ندیم ۳۱ منډې وکړې.

نور یی ولوله | د مڼې له دې حیرانوونکو ګټو هم خبر شئ

د نیپال لخوا ابینش بوهرا ښه توپ اچونه وکړه، هغه درې لوبغاړي وسوځول، همدا راز سندیپ لمیچاني، عارف شیخ او کمال ایري ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړې.

د ۱۳۶ منډو هدف د نیپال لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او عمان لوبډلې ته یې په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

د دوی له خوا دیپندرا سینګ ۷۳ او عارف شیخ ۲۵ زیاتې منډې وکړې. د عمان له خوا کلیم الله ۲ او خاور ۱ ویکټ ترلاسه کړې. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه دیپندر سینګ ترلاسه کړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button