تجارت خبرونه

هرات کې د ښځو لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون

د افغانستان په هرات ولایت کې د ښځو لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون پرانېستل شو

هرات کې د لوی اختر رانږدې‌کېدو په مناسبت د سوداګرو ښځو تولیداتو لپاره «د سرطان لومړۍ» نندارتون پرانېستل شو چې د پنځو ورځو لپاره به دوام وکړي.

فروزان نېک‌فرجام چې سوداګره ده او خپل تولیدات او په لاس جوړ شوي توکي یې دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي، د دغه ډول نندارتونونو جوړولو څخه هرکلی کوي.

نوموړې وویل: «ډېر ښه دی، ځکه خلک عامه پوهاوی نه‌لري او کله چې نندارتون جوړېږي، خلک راځي ترې لیدنه کوي او موږ د دې هیله لرو چې خلک راشي او توکي وپلوري.»

د توکو د خرڅلاو لپاره بازار موندنه مهمه ده

په ورته یوه بله سوداګره حسیبه بیا د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې برخه کې د ورته نندارتونونو جوړول مهم بولي. هغې وویل: «خوښه یم چې دلته داسې نندارتونونه جوړېږي او موږ ته نندارتون برابرېږي او زموږ کاروبار ورسره ښه کېږي او ډېر ښه دی.»

هرات کې د سوداګرو ښځو د تولیداتو لپاره جوړ شوي نندارتون ته راغلې یو‌شمېر مېرمنې، له نورو ښځو غواړي چې د سوداګرو ښځو هڅولو لپاره دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي.

نور ولولئ: ښځو د لاسي صنایعو د مارکیټ له نشتوالي شکایت وکړ

نندارتون ته راغلې مېرمن شریفې وویل: «ښه دی چې کله ناکله ښځو ته د روحیې ورکولو لپاره داسې نندارتونونو څخه لیدنه وکړو، دلته راغلو او د دوی محصولات مو ولیدل، زه له ټولو ښځو غواړم چې دلته راشي او د توکو د لیدو ترڅنګ دې ځینې توکي هم وپېري.»

دا ډول نندارتونونه د ښځو اقتصاد ته وده ورکوي

لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولان له دغه نندارتون څخه د جوړېدو موخه د سوداګرو ښځو اقتصاد ته پرمختګ ورکول بولي.

لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سوداګرۍ خونې رییسه ادیبا وايي: «دغه نندارتون د لوی اختر په مناسبت جوړ شوی او ۶۰ غرفي دي چې ښځو په خپل لاس جوړ کړي لاسي صنایعې یې نندارې ته وړاندې کړي، څو خلک راشي او لیدنه ترې وکړي چې انشاالله راتلونکې کې هم د ښځو اقتصاد ودې لپاره پروګرامونه لرو.»

د یادونې وړ ده چې تېرو نږدې دوو کلونو کې دا د سوداګرو ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو شپاړسم نندارتون دی چې د هغوی د اقتصادي پرمختګ په موخه هرات کې جوړېږي. هرات ولایت هغه سیمه ده چې په زیاته اندازه ښځې په کې پر سوداګرۍ او کاروبار بوختې دي او کار کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button