سیمه‌ییز

هرات کې پر مکي وګړو برید؛ د انجیل ولسوالۍ د خونړۍ پېښې تازه جزیات

په هرات کې پر مکي وګړو برید لږ تر لږه ۴ تنه ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل. د انجیل ولسوالۍ د دهمه‌ري کلي د دغه تروریستي برید، د قربانیانو د هویت او د یوه شکمن کس د نیول کېدو په اړه بشپړ جزیات دلته ولولئ.

د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د جمعې ورځې په تروریستي برید کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. هرات کې پر مکي وګړو برید په داسې حال کې وشو چې خلک د تفریح لپاره د “دهمه‌ري” کلي ته تللي وو.

656377 691 1

د پېښې جزیات او د مرګ‌ژوبلې شمېر

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي احمدالله متقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د مازدیګر په درې بجو “سید محمد آغا” زیارت ته نږدې رامنځته شوې ده. هغه تایید کړه چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې یو ماشوم، دوه ښځې او ۱۲ نارینه شامل دي، چې دا ښيي هرات کې پر مکي وګړو برید څومره بې‌رحمانه و.

بل لور ته، د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا د لومړنیو ارقامو له مخې د وژل شویو شمېر ۷ تنه او د ټپیانو شمېر ۱۳ تنه ښودلی و. د نوموړي په وینا، بریدګر پر موټرسایکل سپاره وو او پر بې‌ګناه خلکو یې ډزې کړې دي.

شهر هرات 1 2

د امنیتي ځواکونو غبرګون او پلټنې

د اطلاعاتو او کلتور رئیس زیاته کړه چې تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته رسېدلي دي. په همدې تړاو یو شکمن کس نیول شوی او د نورو عاملانو د پېژندنې لپاره جدي پلټنې روانې دي. هرات کې پر مکي وګړو برید وروسته، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار او د امنیې قوماندان روغتون ته ورغلل او د ټپیانو د درملنې لپاره یې جدي لارښوونې وکړې.

دا هم ولولئ:  د پغمان په اورلګېدنه کې ۶تنه مړه او یو میلیون ډالره زیان اوښتي

د برید مسؤلیت او شالید

تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلې د دغه برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی. خو د چارواکو په وینا، په تېر کې ورته ډله ییز بریدونه داعش ډلې کړي دي. د طالبانو چارواکو وړاندې ویلي و چې د دې ډول ډلو مرکزونه په پاکستان کې دي. هرات کې پر مکي وګړو برید یو ځل بیا د تفریحي ځایونو د خوندیتوب او د ملکي وګړو د امنیت په اړه اندېښنې راپارولې دي.

6aeb8630 34f8 11f1 8606 05fe34b06e1b.jpg 1

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د هرات اوسېدونکي له حکومت څخه د داسې پېښو د مخنیوي او د عاملانو د سخت مجازات غوښتنه کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button