نړیوال خبرونه

هرات کې ښځو ته د کار زمینه برابره شوه

ه هرات کې یوې مېرمنې د خوراکي توکو د تولید د یوه مرکز په جوړولو سره لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. ډېری ښځې او نجونې چې په دغه تولیدي مرکز کې په کار ګومارل شوې دي، له ښوونځي محرومې شوې نجونې او بې سرپرسته ښځې دي. نفس ګل جامي په ۱۰۰ زرو افغانیو خپل کاروبار پیل کړ، خو د لنډې مودې له تېرېدو سره یې خپل کاروبار پراخ کړی دی.

اوس څه باندې ۱۰۰ مېرمنې د نوموړې د خوراکي توکو د تولید او چمتووالي په مرکز کې پر کار بوختې دي. په دغه مرکز کې د هرات له مېوو او سبزیو، مربا، آچار او رب جوړېږي. د خوراکي توکو د تولید او چمتو کولو مرکز مسووله نفس ګل جامي طلوع نیوز ته وايي:«ځينې اړمنې چې واقعاً د خپلو کورنیو سرپرستې دي هغوی کار ته اړتیا لرله هغه معاش چې له دې ځایه یې ترلاسه کوي له کورنۍ سره یې مرسته ده او کولای شي چې د خپلې کورنۍ نفقه ترلاسه کړي. دلته په کار بوختې ټولې مېرمنې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري. کومه تنخوا چې دوی یې له دې ځایه ترلاسه کوي، خپل ورځنی ژوند ورباندې مخکې وړي

نور یی ولوله | مجاهد:هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د فعالېدو احتمال شته

نور یی ولوله | چین : د افغانستان امنیتي وضعیت څارو

د هرات اوسېدونکې

د هرات اوسېدونکې ظریفه رحماني څرګندوي:«موږ چې دلته راځو او کار کوو ډېرې خوشحاله یوو هم له اقتصادي پلوه او هم له روحي پوله له موږ سره مرسته کوي. د هرات بله اوسېدونکې توبا کریمي هم وايي:«موږ په کورنۍ کې اووه تنه یوو، خاوند مې کار نه شي کولای زه ډېره خوشحاله یم چې له دغو ښځو سره کار کوم د خپل کور لګښت له همدې ځایه پيدا کوم

نفس ګل جامي

نفس ګل جامي سږکال د لوېدیځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له لوري د کال غوره متشبثې جایزه ترلاسه کړه. نوموړې توانېدلې په خپل کوچني کاروبار سره لسګونه نورو مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړي. په لوېدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسووله نرګس هاشمي څرګندوی:«مېرمن نفس ګل جامي د بي بي خدیجې جایزې چې د ښځو د سوداګرۍ خونې له خوا هر کال ورکول کېږي، ګټوونکې شوې او ټاکل شوې د بي بي خدیجې جایزه او ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې هم ترلاسه کړي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button