نړیوال خبرونه

چین : د افغانستان امنیتي وضعیت څارو

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بیجېنګ په افغانستان کې امنیتي وضعیت څاري او غواړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد ملاتړ وکړي. 

د دې وزارت ویاندې په یوې خبري ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله څرګندونې کړې دي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده مائو نینګ وايي:«چین هر ډول ترهګریز فعالیتونه په کلکه غندي او د افغانستان امنیتي وضعیت له نږدې څاري. موږ د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو او تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې او همداراز د امنیت د ټینګښت په برخو کې د افغانستان د هڅو ملاتړ ته به دوام ورکوو. 

نور یی ولوله | بلاول بوټو د اندونیزیا په غونډه کې افغانستان کې د ښځو پر زده کړو ټينګار

نور یی ولوله | متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

د اسلامي امارت ویاند

د اسلامي امارت ویاند د چین د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اقتصادي او سیاسي برخه کې د هېوادونو پر مرستې ټینګار کوي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«موږ اطمنان ورکوو چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته تهدید نه متوجې نه وي. خپله اسلامي امارت هم دې ټکي ته متوجه دی او داسې چاته ته اجازه نه ورکوي، چې ګډوډي جوړه کړي او د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي

چین

خو چین د افغانستان د وضعیت په ښه کېدو کې څه رول لوبولی شي.؟ د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«چین په حقیقت کې په افغانستان کې د چیني ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه لري، خو چین باید په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې تر اوسه يې نه ده کړې

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج هم وویل:«که چېرې چین په دې برخه کې همکاري وکړي، د غربي هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا او ناټو عکس العمل به څه وي.؟ چین په داسې حال کې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د افغانستان د هلو ځلو خبره کوي، چې تر دې وړاندې هند، پاکستان، روسيې، امریکا، ایران، تاجیکستان او ازبیکستان هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button