تجارت خبرونهنړیوال خبرونه

هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ لار؛ امریکا یې ساتنې ته جټ الوتکې لېږلي

هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ لپاره خورا مهمه سمندري سوداګریزه لار دي چې نفت ورباندې انتقالېږي

پیټاګون منځني ختیځ ته د اېف ۱۶ او اېف ۳۵ جنګي جټونو د استول کېدو امر کړی او ویلي یې دي چې دا جټ له توماس هاډنر الوتکې لېږدونکې بېړۍ سره په هرمز تنګي کې د ایران له اړخه د احتمالي ګواښونو مقابلې لپاره د منځني‌ ختیځ پر لور خوځېدلې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاندې ‘سابرینا سېنګ’ تېره ورځ ویلي دا ګام هرمز تنګي کې “د وروستیو اندېښمنوونکو پېښو په ځواب کې” اخیستل شوی دی.

نور ولولئ: د امریکا او ایران د کړکېچ پر افغانستان اغیز

هغې زیاته کړې چې دا جنګي الوتکې او بېړۍ به د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ ‘سېنټکام’ لخوا په پام کې نیول شوې سیمه کې ځای پر ځای شي او دا چې دغلته به د امریکا د ګټو او همدا راز د بېړیو د ازاد تګ راتګ دفاع کوي.

پر یوې بېړۍ د ایران برید

ایراني ځواکونو د روانې جولای میاشتې پر پنځمه د ریچمونډ په نوم تېلو پر یوه لېږدونکې بېړۍ ډزې وکړې او د امریکا سمندري‌ ځواکونو اړ شول چې دفاع ته یې ور ودانګي.

ایراني ځواکونو د تېرو څلورو کلونو اوږدو کې څو ځله په دې سیمه کې پر تېلو او سوداګریزو توکو بار بېړۍ درولې دي.

پر دې سربېره په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې د تېلو په لېږدونکو بېړیو کې چاودنې هم تر ډېره ایران او حوثې ملېشې ته منسوبې شوې، چې دغه هېواد یې ملاتړ کوي.

ایران چارواکو په وار وار لوېدیځ او د هغه سیمه ییزو متحدانو سره د کړکېچ ډېرېدو پر مهال ګواښ کړی چې هرمز تنګي به وتړي.

نور ولولئ: د امریکا استخبارات: ایران بیا د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې

د نړۍ یو پنځمه برخه اومه تېل له همدغه تنګي تېرېږي

د امریکا د ملي امنیت شورا د روان کال می میاشت کې اعلان کړی و، چې د ایران د بې ثباتوونکو اقداماتو په غبرګون کې په فارس خلیج کې خپل حضور او ځواکونه پیاوړي کوي.

هرمز تنګی ولې دومره مهم دی؟

متحد ایالتونه وايي د سیمې او بهر نورې نړۍ هېوادونو ته به اجازه ور نه کړي چې د دغه تنګي له لارې منځني‌ختیځ ته د تګ راتګ لار وتړې.

د امریکايي چارواکو په وینا ایران تېر دوه کاله لږترلږه ۱۵ سوداګریزو بېړیو ته په دې سیمه کې مزاحمت کړی، ځورولې یې دي او یا یې د هغوی د ازاد تګ راتګ حق کې مداخله کړې.

پټاګون ویلي دوی او متحدان یې په ګډه پر هرمز تنګي‌ څار زیاتوي او له ایران غواړي چې خپل بې‌ثباتوونکي فعالیتونه سملاسي بند کړي.‌

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button