ستاسې اند او نظر

هره ورځ ۱۵کارونه باید عملي کړو

هره ورځ ۱۰ تر ۳۰ دقیقو پلی تګ وکړئ او د تګ پر وخت وخاندئ. تر ټولو نه دا ښه لاره د خپګان د لمنځه وړلو لپاره ده.

 هره ورځ حداقل د ۱۰ دقیقو لپاره په یو ارامه ځای کې چې هېڅ غږونه نه وي کېنو.

هېڅکله لږ خوب مه کوئ خپل په ټاکلي کچه هره شپه باید خوب وکړئ.

کله چې هر سهار له خوبه پاڅېږئ، تر ټولو لومړۍ دا باید له ځان سره ووایاست، چې د نن ورځې موخه مې….. دا ده.

تل له دې دریو شیانو سره ژوند وکړئ، ځواک، احساس او شوق.

د ۷۰ کالو څخه ډېر او د ۶ کالو څخه کم عمر سره په ورځ کې خپل وخت تېر کړئ.

ډوډۍ په خپل وخت وخورئ، د مېوو او له سبزیجاتو څخه ډېره ګټه اخلئ، چې وکولای شئ خپل ځان په سمه توګه تغذیه کړئ.

هڅه وکړئ حداقل په ورځ کې د دریو نفرو په خوله خندا راولئ.

خپل ځواک په بېځایه او منفي فکرونو یا هم هغه څه چې ستاسو په واک کې نه دي مه مصرفوئ، د هغه پر ځای په مثبتو اړخونو فکر وکړئ او ترسره یې کړئ.

سهار سم خوراک وکړئ، غرمه منځنۍ او ماښام لږ ډوډۍ وخوړئ.

حتمي نه دي چې په هر بحث یا هر ځای کې ګټونکي شئ، نو د نظرونو اختلافات په ځان ومنه.

خپل ژوند له نورو سره مه مقایسه کوئ، تېر هېر او راتلونکي په اړه فکر وکړئ. هېڅوک ستاسو د غم او خوشحالي مسولیت نه لري، پرته له تاسو خپله.

تل بښنه وکړئ، هر وضعیت څه بد وي څه ښه حتماً یو وخت بدلون مومي.

تل د ښه ملګرو سره په اړیکه کې اوسئ، ځکه د یوازیتوب په وخت کې به یوازې هغوی درسره وي.

هره شپه کله چې ویدېږئ، نو لومړۍ د خپل ورځ لپاره مننه وکړئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button